لاس رسیدونکی لینک

د ميانمارحکومت او نسلي ياغي ډلو ترمينځ امن تړون لاسليک شوی


صدر هيله څرګند کړې چې د ميانيمار د ټولو ياغي ډلو سره به امن تړون اوشي .

د ميانمار (برما) حکومت او اته نسلي وسله والو ډلو ترمينځ د جنګ بندۍ تړون لاسليک شوی کوم چې چارواکي يوه غټه کاميابي ګڼي ، که څه هم ځيني ياغي ډلو دغه تړون رد کړی او لاسليک يې پرې نه دی کړی .

د زيارت په ورځ د ملک په پلازمينه نيپيداو کې د تړون لاسليک کېدو په دستوره کې د ملک اصلاح پسند صدر تهين سين، ياغي مشرانو او د څو ملکونو سفارتکارو ګډون کړی دی .

تهين سين وئيلي ، " په قامي کچه د جنګ بندۍ تړون زمونږ د راتلونکي نسل دپاره تاريخي ډالۍ ده ، که څه هم دا په ملکي کچه نه دی شوی خو مونږ به هڅه کوؤ چې د نورو ډلو سره هم تړون اوکړو " .

صدر هيله څرګند کړې چې د ميانيمار د ټولو ياغي ډلو سره به امن تړون اوشي .

د " يونايټډ واس سټېټ ارمي" په نوم د ميانمار غټې ياغي ډلې او " کاچن انډيپنډنس ارګنائزيشن" څوک چې د ملک په غټه شمال ختيزه برخه قابض دي ، دويې د زيارت په ورځ تړون کې نه دي شامل شوي .

د امريکې محکمه دفاع د اوږدې مودې نه پس امن پله د دغه پورته کړی شوي تړون هرکلی کړی خو د نورو ډلو په پاتې کېدو يې اندېښنه څرګند کړې ده .

ميانمار چې د برما په نوم هم پېژندل کيږي د تېرو ۶۵ کلونو راهسې په دغه هېواد کې د حکومت او ياغي ډلو ترمينځ نښتې روانې وې ، ياغي ډلې په دې هڅه کې وې چې په پوله پرتې علاقې په خپل واک کې واخلي .

XS
SM
MD
LG