لاس رسیدونکی لینک

ملګري ملتونه:افغانستان کې د اپيمو پېداوار۴۸فيصده کم شوی دی


روان کال کې په افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۳۰۰۰ ټنه دی کوم چې تېر کال ۶۴۰۰ ټنه ؤ .

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کال ۲۰۱۴م په پرتله روان کال کې د کوکنارو (اپيمو) پېداوار ۴۸ فيصده کم شوی او دا يې د حوصلې وړ پرمختګ بللی دی .

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په وړاندې د جوړې ادارې ( يواېن او ډي سي) سيمه ايز مشر اندری ايوتسيان د شورو په ورځ کابل کې خبريالانو ته وئيلي چې روان کال کې په افغانستان کې د اپيمو پېداوار ۳۰۰۰ ټنه دی کوم چې تېر کال ۶۴۰۰ ټنه ؤ .

هغه وئيلي د اپيمو کم پېداوار د نشه يي توکو د مخنيوي دپاره کارکوؤنکو ځايي او نړيوالو ادارو ترمينځ د غوره مرستو او افغان پاليسي جوړؤنکو کاميابي ده .

د نړيوالې ادارې استازي وئيلي چې په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې د اپيمو پېدوار مخ په زياتي روان ؤ ، او سږ کال په دغه پېداوار کې کمی يو مهم پرمختګ دی .

د اندری ايوتسيان په وينا افغانستان کې په کال ۲۰۱۵م کې د اپيمو کر ۱۹ فيصده کم شوی دی ، خو د هيواد په ځينو شمالي سيمو کې د اپيمو کر زيات شوی او د هغې وجه په دغو سيمو کې خراب امنيت دی .

د نړيوالې ادارې د رپورټ ترمخه د افغانستان هلمند صوبه اوس هم په دغه هېواد کې د اپيمو د پېداوار تر ټولو غټه صوبه ده ، ولې په روان کال کې دغلته هم دا پېداوار ۱۶ فيصده کم شوی دی .

رپورټ وايي چې د افغانستان نورې هغه غټې صوبې چې پکې د اپيمو پېداوار زيات ؤ ، هلته هم د اپيمو کر کم شوی دی ، په دغو صوبو کې قندهار، کپيسا، زابل، فراه، هرات، ننګرهار، لغمان او بدخشان شامل دي .

د ايوتسيان په وينا د اپيمو په پيداوار کې د کمي باوجود دا اوس هم د افغانستان د سر مسله ده ، او دا مسله د افغان حکومت او نړيوالې ورورلۍ ترمينځ د غوره اړيکو په ترڅ کې قابو کې کېدی شي .

د نړيوالې ادارې استازې هيله څرګند کړې چې افغانستان کې د امنيتي وضعې ښه کېدو په نتيجه کې دغلته د اپيمو د پېداوار د مخنيوي هڅې کاميابېدی شي .

راپورونه وايي په نړۍ کې د اپيمو د ۸۰ فيصده نه زيات پېداوار په افغانستان کې کيږي کوم چې بيا د نشه يي توکو تيارېدو دپاره بهر هېوادونو ته قاچاق کيږي .

پوهان وايي چې د اپيمو په غېر قانوني تجارت باندې چې په غټه کچه رقم ترلاسه کيږي دغه پېسې طالبان هم کاروي .

امريکايي چارواکي تور لګوي چې د اپيمو پېداوار په افغانستان کې بډې رشوتونه (کرپشن) او بدامني زياتوي او قانوني اقتصاد ته زيان اړوي .

امريکې د کال ۲۰۰۱ نه تراوسه پورې د اپيمو د پېداوار کمولو او نشه يي توکو د مخنيوي د هڅو په لړ کې د اووه نيم اربه ډالرو نه زيات رقم خرڅ دی .

XS
SM
MD
LG