لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : دواکمن گوند دقومي اسمبلۍ دغړي ديره کې چاؤدنه،٧مړه


 راپورونه وائي وژل شوؤ کسانو کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) يو ځايې مشر اختر تنگواني هم شامل دى.
راپورونه وائي وژل شوؤ کسانو کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) يو ځايې مشر اختر تنگواني هم شامل دى.

دپاکستان دپنجاب صوبې جنوبي ضلع ډيره غازي خان کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دقومي اسمبلۍ دغړي سردار محمد امجد کهوسه ديره کې ديوې چاؤدنې په نتيجه کې لږ ترلږه ٧ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي وژل شوؤ کسانو کې دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) يو ځايې مشر اختر تنگواني هم شامل دى.

سردار محمد امجد فاروق کهوسه داين اى ١٧١ څخه دمسلم ليگ(ن) دقومي اسمبلۍ غړى دى.

دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه دچاؤدنې څخه وروستو سردار محمد امجد فاروق کهوسه وئيلي دي چې دچاؤدنې څخه دمخه هغه ته څه رقم دړکه نۀ وه ورکړل شوې.

دسردار محمد کهوسه ديره دتونسه شريف سيمه کې موقعيت لري اؤ دچاؤدنې په مهال دغلته تر ٤٠ؤ پورې کسان موجود وؤ.

ډسټرکټ پوليس افيسر( ډي پي او) ډيره غازي خان مبشر ميکن دپيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې چاؤدنه کې په سمدستي توگه دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي. هغه وويل دچاؤدنې غږ تر دوؤ کلو ميټرو پورې اوريدل شوى دى.

دميډيا راپورونه وائي چې دچاؤدنې په مهال دقومي اسمبلۍ غړى پخپله ديره کې موجود نۀ ؤ.

دچاؤدنې څخه وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس اؤ دامدادي ډلو کارکوونکي رسيدلي اؤ ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي دي.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف چارواکو څخه ددغه چاؤدنې راپور غوښتى.

سردار محمد امجد فاروق کهوسه د٢٠١٣ عامو انتخاباتو کې دډيره غازي خان څخه دقومي اسمبلۍ غړى ټاکل شوى ؤ، هغه د٢٠٠٨م عامو انتخاباتو کې دپنجاب اسمبلۍ دحلقه ٢٤٢ څخه دازاد اميدوار په حيث بريالى شوى ؤ.

په ياده دې وي چې سږکال په ١٦م اگست دپنجاب په اټک سيمه کې هم دپنجاب دپخواني داخله وزير شجاع خانزاده ديره کې يو ځانمرگي بريد شوى ؤ چې پکې دشجاع خانزاده په گډون د٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.

که هر څو دتازه چاؤدنې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى خو له دې وړاندې دمُلا فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تحريک پاکستاني سياست دانانو اؤ دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) مشرانو ته گواښونه کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG