لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: طالبانو د کابل او قندهار لاره په دويمه ورځ تړلې ساتلې


د غزني د اوسېدونکو او ولايتي شورا د غړو د قوله وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دغه لار نيولې وه .
د غزني د اوسېدونکو او ولايتي شورا د غړو د قوله وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دغه لار نيولې وه .

د افغانستان د چارواکو په وينا وسله والو طالبانو د کابل او قندهار ترمينځ لويه لار په دويمه ورځ هم تړلې ساتلې ده .

افغان خبري ادارې پژواک د راپورو ترمخه د غزنې صوبې چارواکو وئيلي د کابل او قندهار ترمينځ د بندې لارې د خلاصولو دپاره افغان او بهرنو ځواکونو فضايي او ځمکني عمليات کړي چې په نتيجه کې يې ۹۰ طالبانو او نهه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوختې ده .

خبري اداره د غزني د اوسېدونکو او ولايتي شورا د غړو د قوله وايي چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دغه لار نيولې وه .

خو د غزني ګورنر امان الله هميم تېره ورځ ناوخته مطبوعاتو سره په خبرو کې وئيلي چې افغان امنيتې ځواکونو د لار نه وسله وال طالبان په شا تمبولي او لار خلاصه کړی شوې ده .

او خبري اداره زياتوي چې د غزني مرستيال ګورنر محمدعلي احمدي نن وئيلي چې د کابل او قندهار لويه لار د طالبانو لخوا تړلې پرته ده .

نوموړي وئيلي تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو په اسفندي او قلعه قاضي سيمو کې په وسله والو طالبانو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې ۵۰ طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي ، هغه ووئيلي په وژل شوؤ کې د طالبانو يو مشر ملاسلام هم وژل شوی ، او په بريدونو کې د ېوې زنانه په ګډون څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي .

په سيمه کې د د ځانګړو عملياتو مشري کوؤنکي محمداسماعيل هم د عملياتو په مهال مخالفه وسله والو ته د اوختې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی .

چارواکو د جګړې او بريدونو په مهال امنيتي ځواکونو ته د اوختې زيان په اړه څه نه دي وئيلي .

د سيمي اوسېدونکو وئيلي د تېرې شپې د بريدونو نه پس نن هم په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ جګړه روانه ده .

طالبانو په خپله تازه بريدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي وئيلي او تېره ورځ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي ؤ چې د ځينو مقصدونو ترلاسه کولو دپاره يې د کابل او قندهار ترمينځ لاره تړلې ده .

راپورونه وايي قندهار کې يو ځانمرګي بريد کې يو پوليس هم وژل شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG