لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:د نېټو هيلي کاپټرغورځېدو پېښه کې پينځه کسان وژل شوي


نيټو وئيلي هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلی دی او پېښه کې يې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي .
نيټو وئيلي هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلی دی او پېښه کې يې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي .

د افغانستان پلازمينه کابل کې د نېټو ځواکونو يو هيلي کاپټر د کوزېدو په مهال د غورځېدو له امله تباه شوی چې په نتيجه کې يې د برتانيي د دوه عسکرو په ګډون پينځه کسان وژل او پينځه نور ژوبل شوي دي .

د خبري ادارې اېسوسي اېټډ پريس(ای پي) ترمخه پوځي هيلي کاپټر د اتوار په مازيګر کابل کې د نړيوال نېټو ځواک په بېس کوزېدو چې د پېښې ښکار شو .

افغانستان کې د نېټو تربيه کوؤنکي مشن لخوا په جاري شوي يو بيان کې پېښه کې د وژل شوؤ او ژوبلو د قوميت په اړه څه نه دي وئيل شوي ، خو د برتانيې د دفاع وزارت وئيلي پېښه کې يې دوه عسکر وژل شوي دي .

نيټو وئيلي هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلی دی او پېښه کې يې د وسله والو لاس لرل رد کړي دي .

د اتوار په ورځ سهار هم په کابل کې د نړېوالو ځواکونو په يو کاروان ځانمرګی موټري بريد شوی ؤ چې په نتيجه کې يې درې ملکي وګړي ژوبل شوي وو .

نېټو د دغه بريد پخلی کړی ؤ او پېښه کې يې د کوم بهرني عسکر د مرګ ژوبلي په اړه څه نه ؤ وئيلي .

طالبانو د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG