لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: فضايي عملياتو کې ۲۲ مشکوک وسله وال وژل شوي


په فضايي عملياتو کې د وسله والو شپږ ځالې تباه کړی شوي دي .
په فضايي عملياتو کې د وسله والو شپږ ځالې تباه کړی شوي دي .

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ترمخه په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ په فضائي عملياتو کې ۲۲ مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

راپورونه د ائي اېس پي ار لخوا وايي چې د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان سره په پوله پرته دته خېل علاقه کې د وسله والو په ځالو بمباري کړې او ۲۲ وسله وال پکې وژل شوي دي .

سرچينې وايي چې په فضائي عملياتو کې د وسله والو شپږ ځالې هم تباه کړی شوي دي .

راپورونه د پوځي چارواکو د قوله وايي چې دغه فضائي عمليات د تېرې شپې په مهال ناوخته د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کړی شوي دي .

سيمه کې په هدف کړی شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده شوې ، او نه د پوځ لخوا په دغې اړه نور تفصيل مخې ته راغلی دی ، او سيمې ته د ميډيا رسد نه کيږي .

د پاکستان پوځ تېر کال په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنګيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او پوځ وايي تراوسه پورې په ترسره کړی شوؤ عملياتوکې په غټه کچه کاميابۍ ترلاسه کړی شوي دي .

د شمالي وزيرستان د عملياتو نه پس پوځ د وسله والو په ضد عمليات تر خېبرايجنسۍ پورې غزولي او هلته هم پوځي عمليات دوام لري .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG