لاس رسیدونکی لینک

افغانستان پاکستان ته په سوله خبرو د پاره د ترهګرو ځپلو شرط ایښي


مرستيال وياند وويل، څوک چې د سولې په ځاى جنګ غوره ګڼي، نو دوى هم ورسره جنګ کوي.

افغانستان وئیلي پاکستان دې لمړى په خپله خاوره کې هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان په ضد يې د جګړې اعلان کړى، وروستو به ورسره د سولې په اړه بحث وکړي.

دافغانستان صدارتي ماڼۍ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستيو کې د پاکستاني چارواکو له خوا پرله پسې د افغان سولې عمل کې د همکارۍ او خبرو اترو ته د لارې برابرولو وړانديزونه شوي دي.

دپاکستان د بهرنو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله تیره ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته د وینا په مهال په ډاګه کړې ړه چې که کابل او طالبان وغواړي نو دوی تيار دي چې د افغان سولې خبرو په بيا پيلېدو کې مرسته وکړي.

له دې وړاندې د پاکستان دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال په خپلو څرګندونو کې د افغان سولې عمل کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.

خو د خالي په ورځ افغان خبري ادارې پژواک د افغانستان د صدر د نائب ویاند سيد ظفر هاشمي له قوله وئیلي چې اول دې پاکستان په خپله خاوره کې هاغه ترهګرې ډلې وځپي چې د دوى په خاوره کې يې د افغانستان په ضد د جګړې اعلان کړى دى .

د پژواک سره مرکه کې مرستیال ویاند وئیلي "که چېرې پاکستان دغه اقدام وکړي، له هغې وروستو به افغانستان لپاکستان سره د سولې په عمل بحث وکړي"

سږکال د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې د خبر خوریدو وروستود طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور افغانستان کې جګړې ته ددوام ورکولو اعلان کړى و.

د افغان صدر مرستيال وياند وايي، صدر اشرف غني په ډاګه کړې ده چې د افغانستان د سولې عمل دوه اړخونه لري، يو کورنى او بل بهرنى اړخ.

هغه زياته کړه "مونږ د يو داسې هېواد او حکومت په توګه چې د خپل ائین لرونکی دی طالبانو سره هېڅکله د سولې دروازې نه دې تړلې"

د هاشمي په وينا، هر هغه افغان چې د اساسي قانون له مخې د سولې شرايط ومني، دوى ورسره سوله کوي.

د اشرف غني مرستيال وياند وويل، څوک چې د سولې په ځاى جنګ غوره ګڼي، نو دوى هم ورسره جنګ کوي.

نوموړى وايي چې د افغان سولې دعمل دويم اړخ پاکستان دى، ځکه چې پاکستان افغانستان سره په يوه نا اعلان شوې جګړه کې بوخت دي.

هاشمي زياتوي "پاکستان بايد افغانستان کې د ترهګرو په اړه هغه تعريف ولري چې په خپل هېواد کې يې د ترهګرو په اړه لري"

افغان چارواکو له دې وړاندې هم خپل هیواد کې د روان ناقراري ترشا د پاکستان لاسونه ککړ ګرځولي خو پاکستاني چارواکي د افغان حکومت دغسې تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې د افغان قیادت په مشرۍ د مذاکراتو د لارې افغانستان کې د امن اؤ سولې پلوی دی

XS
SM
MD
LG