لاس رسیدونکی لینک

ترکي کې دامن لاریون په مهال چاودنو کې د ۸۰ سوا کسان وژل شوي


انقره کې دغه چاودنې د یو امن لاریون په مهال شوي دي

د خالي په ورځ د ترکي په پلازمینه انقره کې د امن د یو لاریون په مهال دوؤ بمي چاودنو کې تر ۸۰ؤ زیات کسان مړه اؤ ۱۲۶ نور ژوبل شوي دي.
په سوشل میډیا چې ددغه چاودنې کوم عکسونه خپاره کړل شوي هغې کې لیدل کیږي چې په ګڼ شمیر کې مړي په زمکه خواره واره پراته دي خو د ترکي خبري ادارو د ړمبي رپورټونو تر مخه لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي.

دغه چاودنې د ښار د مرکزي ریلوی سټیشن سره نزدې هاغه مهال شوي چې خلک په یو امن لاریون کې د برخې اخستو دپاره راجمع کیدل.
د امن اؤ جمهوریت په نوم ددغه لاریون تابیا کوونکو کې کرد پلوه ګوند ایچ ډي پي هم شامل ؤ.
د میډیا راپورونو له مخې د لاریون مقصد د کرد بیلتون خوښې ډلې پی کی کی په ضد د تشدد د لړۍ بندولو غوښتنه کول وؤ.
د انا طولیه خبري شبکې ترمخه چارواکي پلټنې کوي چې دا خودکش حملې دي که بمي چاودنې .
د روان کال په جولایي میاشت کې هم د شام سره پیوست د ترکي په پوله دداعش یوه حمله کې 33 کسان وژل شوي وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې تندروه وسله وال تنظیم دولت اسلامیه د شام اؤ عراق په لویه برخه قبضه کړې اؤ خپلسره خلافت یې اعلان کړی دی.
دداعش د خوریدو نه وروستو ددې ختمولو دپاره یو ستر نړیوال ائتلاف جوړ شوی چې پکې امریکا، ترکي اؤ د واشنګټن خلیجي ائتلافیان شامل دي.

XS
SM
MD
LG