لاس رسیدونکی لینک

امریکا اؤ روس شام کې په فضایي تحفظ خبرو ته تیار شوي


د خبرو اترو دوهم پړاؤ په راتلونکو څو ورځو کې پیل کیدی شي

امریکا اؤ روس شام کې د هوايي عملیاتو په مهال د څه رقم بدو پیښو څخه د بچ کیدو دپاره خپلو کې خبرو اترو ته تیار شوي دي اؤ د امریکې د دفاع د وزارت پریس سکتر پیټر کک وايي د خبرو اترو دوهم پړاؤ په راتلونکو څو ورځو کې پیل کیدی شي.


امریکا د ماسکو له لوري د شام د صدر بشارالاسد د ملاتړ مخالفت کوي چې په دغه معامله یې روسیې سره مرسته د امکان نه بهر ګرځولې البته هوایي عملیاتو کې د حفاظتي تدبیرونو په ټاکلو یې ورسره کار کولو باندې اتفاق کړی دی.

شام کې د هوایي عملیاتو په مهال څو ورڅې وړاندې د روسیې جنګي جهاز د ترکیې هوایي حدونو ته ورننوتلی ؤ چې په هغې ترکیې په سمدستي ډول احتجاج کړی ؤ اؤ ناټو هم د خپل غړي هیواد د تحفظ اراده ښکاره کړې ده.
په یوه بله پیښه کې هم د روسیې جنګي جهاز د الوت په مهال د امریکایي ډرون تر دې حده خوا ته ورغلی ؤ چې تر مینځه یې یوازې د څو کلو میټره فاصله پاتې شوې وه
روانه اوونۍ هم ماسکو قزوین یا کیسپین په سمندر کې د موجود خپل سمندري جهاز څخه په شام میزائیل داغلي وؤ چې د امریکایي چارواکو له مخې څلور پکې د ایران په خاوره لګیدلي وؤ.خو ماسکو وئیلي وؤ چې د هغوئ میزائیل په بل ځایې نه دي پریوتي.
هیله ښودل کیږي چې د امریکې اؤ روس راتلونکو مذاکراتو کې به په دې هم خبره کولی شي چې د روسیې اؤ امریکایي جهازونو تر مینځ باید څومره فاصله وساتل شي؟

له دې وړاندې د زیارت په ورځ د امریکا د بهرنو چارو وزیر جان کیري هم د خپل روسي هم منصب سرګی لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې د شام هوایي حدونو کې د عملیاتو په مهال د کومې بدې پیښې څخه د بچ کیدو په معامله خبرې اترې کړې وې.

په شام کې د تیرو پینځوؤ کالو راهسې د حکومت مخالفه ډلې مسلح کارروایۍ کوي اؤ غوښتنه یې ده چې صدر بشارالاسد دې د خپل منصب څخه لاس په سر شي خو روسیه د بشارالاسد کلک ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG