لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان دپوځ غونډه کې د افغانستان په وروستي وضعیت غور


افغانستان سره د لګیدلې پولې په خوندي کولو ټینګار وکړی شو

د پاکستان پوځ وایي ددغه هیواد د پوځ د سرلښکر جنرال راحیل شریف په مشرۍ ترسره شوې د کورکمانډرانو یوه غونډه کې افغانستان کې د تاؤتریخوالي د رامینځته شوؤ وروستیو پیښو نه پس افغانستان سره د لګیدلې ګډې پولې په امنیت غور اؤ بحث شوی.
پوځ وئیلي چې د ترهګرۍ په ضد روانو عملیاتو ته به دوام ورکولی شی اؤ تر اخري ترهګر ختمیدو به د هغوئ په ضد اپریشن روان وی.
د غونډې څخه وروستو د پوځ د مطبوعاتي څانګې لخوا جاري شوي بیان کې وئیل شوی چې په دغه غونډه کې د هیواد دننه هم په امنیتي چارو غور شوی اؤ تسله ښکاره کړی شوې ده چې دپاکستان پوځ د هر رقم چیلنجونو د مقابلې دپاره تیار دی.
د سرچینووینا ده چې د پاکستاني پوځ د لوړې پایې په ترسره شوې دغه غونډه کې زیات پام د افغانستان وروستي وضعیت ته ګرځول شوی اؤ د افغانستان د میډیا لخوا د پاکستان په ضد کیدونکې پروپیګنډه باندې د ناخوښۍ اؤ اندیښنو څرګندونه شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې تیره اوونۍ د افغانستان په کندوز ولایت د طالبانو د حملې څخه وروستو د افغانستان میډیا د امنیتي چارواکو له خولې دعوه کړې وه چې طالبانو د کندوز څخه ځینې پاکستاني جنرالان په تابوتونو کې ویستي دي .
خو د پاکستان پوځ ددغو خبرونو تردید کړی دی.
د سرچینو له مخې د کور کمانډرانو دغه غونډه کې د ضرب عضب عملیاتو په لاسته راوړنو هم خبرې شوي اؤ د ترهګرو د مخنیوي د پاره د پاک افغان ګډې پولې په محفوظولو ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG