لاس رسیدونکی لینک

افغانستان: تازه نښتو کې 46 طالبان اؤ 5 عسکر وژل شوي


د تیرو څو ورځو راهسې دطالبانو حملو کې شدت راغلی دی

راپورونه وایي افغانستان په قندهار اؤ لوګر ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو اؤ حکومت مخالفه یاغي طالب وسله والو تر مینځ سختو نښتو کې 46 طالب وسله وال اؤ 5 افغان عسکر وژل شوي دي.
د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شمال لویدیزه اولسوالۍ غورک کې د طالبانو اؤ امنیتي عسکرو تر مینځ نښتې تر دیرشو ساعتو دوام کړی او طالبانو ته پکې سخت زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان په سویل کې پوځي مشر جنرال داود شاه وفادار امریکا غږ ته وئیلي سلګونو وسله والو طالبانو پرون سحر د غورک اولسوالۍ د نیولو لپاره په دغې اولسوالۍ ډله ييز برید وکړو، چې د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شول.
د جنرال داود شاه وفادار په وینا، د وسله والو طالبانو په ځپلو کې افغان هوايي ځواکونو فعاله برخه لرله چې په خپلو هوايي بریدونو کې يې 40 تنه د دولت وسله وال مخالفین ووژل او 32 نور يې زخمیان کړل.
افغان امنیتي عسکرو ته د اوښتي زیان په هکله ښاغلي وفادار وویل، چي په دغو عملیاتو کې د پوځ او پولیس پنځه عسکر وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.
پوځي مشر دعوه کړې ده چې دغه نښته کې د افغان هوايي ځواکونو لخوا د طالبانو د وسلو ډکې دوه موټرې هم تباه کړی شوي دي.
په عین حال کې راپورونه وایي چې په لوګر ولایت کې هم حقاني شبکې پسې د تړلو طالبانو اؤ امنیتي عسکرو تر مینځ بره کي برک اولسوالۍ کې سخته نښته شوې چې پکې د حقاني شبکې 6 جنګیالي وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل دي.
د افغان چارواکو په وینا په دغه نښته کې افغان ځواکونو ته د ائتلافي عسکرو مرسته هم شامل وه.
په افغانستان کې د امنیتي عسکرو اؤ طالبانو تر مینځ نښتو کې وروستو له هغې شدت پیدا شوی چې د طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور اعلان وکړو چې دوئ به افغان حکومت سره خبرې اترې نه کوي.
تیره اوونۍ طالبانو په کندوز ښار هم قبضه کړې وه چې ددغې قبضې دخلاصولو د پاره د افغان ځواکونو اؤ طالبانو تر مینځ تر دې مهاله هم د کندوز په اطرافو کې نښتې روانې دي خو افغان چارواکي دعوه کوي چې د کندوز زیاته برخه یې د طالبانو نه پاکه کړې ده.
افغان چارواکي دا تورونه هم لګوي چې طالبانوته د پردې تر شا د پاکستاني پوځ مرسته ترلاسه ده خو پاکستان ددغسې تورونو په سختۍ سره تردید کوي

XS
SM
MD
LG