لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو وایي افغانستان کې به دخپل موجودیت پریکړه دحالاتو په اساس کوي


شخړې، بې ثباتۍ او اروپا ته د کډوالو بهير هغه ستونزې دي چې دوى ورسره مخامخ دي
شخړې، بې ثباتۍ او اروپا ته د کډوالو بهير هغه ستونزې دي چې دوى ورسره مخامخ دي

د ناټو عمومي سکتر وايي چې افغانستان کې د خپل راتلونکي موجودیت په اړه پریکړه به د پوځي چارواکو سره د مشورو وروستو کیږي.

د ناټو عمومي سکتر جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې تیره ورځ د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو ددفاع د وزيرانو غونډې ته پخپله پرانستونکې وینا کې کړې دي.

هغه وويل ناټو اوس مهال بېلابېلو اړخونو يو شمېر چیلنجونو سره مخ ده، شخړې، بې ثباتۍ او اروپا ته د کډوالو بهير هغه ستونزې دي چې دوى ورسره مخامخ دي.

د پژواک خبري اژانس د رپورټ له مخې نوموړي وویل په دې غونډه کې به د يادو ستونزو تر څنګ د ناټو سازمان په پوځي وړتياؤ او يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشي.

دجینز سټولټنبرګ په وینا "دې غوڼده کې به د دفاع وزيران د سوريې او افغانستان په وروستيو امنيتي حالاتو هم بحث وکړي اؤ افغانستان کې د ناټو پوځي قوماندان به د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي"

جينز سټولټنبرګ وويل غونډه کې به دوى په افغانستان کې د روزنې، همکارۍ او مشورې په اړه د خپل روان ماموريت (غوڅ ملاتړ) ارزونه هم وکړي.

د ناټو عمومي سکتر افغانستان کې د ناټو د راتلونکي موجودیت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې غونډه کې به د افغانستان وروستي حالات او د دغه هېواد امنيتي ځواکونه او د هغوى اړتياوې ارزول کېږي.

هغه زياته کړه "په افغانستان کې د ناټو راتلونکى موجودیت د پوځي چارواکو مشورو پورې اړه لري"

سټولټنبرګ وويل چې تر يادو ارزونو وروسته به دوى په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي رول، ماموريت او موجودیت په اړه پرېکړې وکړي.

د هغه په وينا ناټو تر اوسه افغانستان کې د ناټو د روزنې د اوسني ماموريت د مودې په اړه کومه غوڅه پرېکړه نه ده کړې خو په هر حال افغانانو سره د خپل روان ماموريت او يا اوږود مهاله همکاريو د تړون په اساس خپلو مرستو ته دوام ورکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG