لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د ممتاز قادري د پهانسۍ سزا برقرار ساتلې


سپریم کورټ د هغه په ضد مقدمه کې د ترهګرۍ ددفعو شاملولو امر هم کړی
سپریم کورټ د هغه په ضد مقدمه کې د ترهګرۍ ددفعو شاملولو امر هم کړی

دپاکستان سپریم کورټ د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثیر د قتل په جرم کې دممتاز قادري د پهانسۍ سزا برقرازه ستاتلې ده.
ممتاز قادري د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر ساتونکی ؤ اؤ په څلورم جون 2011ء کې یې ګورنر تاثیر یوازې په دې پلازمینه اسلام اباد کې وژلی ؤ چې ولې یې د توهین رسالت قانون د تور قانون په نوم یاد کړی ؤ.
وروستو ماتحت عدالت هغه ته ددغه وژنې په جرم کې دوه کرته د مرګ سزا اورولې وه اؤ اسلام اباد هائیکورټ هم د هغه دمرګ دسزا په ضد اپیل مسترد کړی ؤ خو دهغه په ضد دجوړې کړی شوې مقدمې نه یې د ترهګرۍ د دفعاتو ختمولو امر کړی ؤ.
وروستو د ممتاز قادري وکیلانو سپریم کورټ ته د هغه د مرګ د سزا په ضد اپیل وکړو
د شورو په ورڅ د جسټس اصف سعید کهوسه په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بینچ د هغه د وکیلانو له اړخه د شوي اپیل اوریدنه وکړه.
سپریم کورټ د ممتاز قادري په کیس کې د ترهګرۍ د هاغو دفعو بحالولو امر هم وکړو چې د اسلام اباد هائیکورټ پخپله فیصله کې ختمې کړې وې
دنهې په ورځ د ممتاز قادري وکیل اؤ پخواني جج نزیر احمد بینچ ته د خپلو دلیلونو ورکولو په مهال وئیلي وؤ چې هرڅوک که په هر نیت د توهین ډک الفاظ اداکړي هغه مجرم وګرځي.
په دغه دلیل جسټس کهوسه د ممتاز قادري د وکیل څخه پوښتنه کړې وه چې ایا یو تن ددې پریکړې کولو حق لري چې چا د مذهب سپکاوی کړی دی؟
بینچ دا هم پوښتلي وؤ چې ایا ممتاز قادري سره د پخواني ګوریر سلمان تاثیر د وژلو څخه وړاندې کوم ثبوت ؤ؟
جسټس کهوسه د اپیل اوریدنې په مهال وئیلي وؤ چې د توهین په قانون نیوکه کول درسالت په توهین کې نه راځي ځکه نو کتل به داوي چې وژل شوی سلمان تاثیرد توهین رسالت کړی هم ؤ اؤ که نه.
هغه زیاته کړې وه چې که داسې هر سړی پخپل سر د سپکاوي د قانون پسر وژنې شروع کړی نو ټولنه کې به ګډوډی اؤ انتشار خوریږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG