لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي په کندوز حمله کې یې هیڅ لاس نه لرلو


DG ISPR Major General Asim Saleem Bajwa
DG ISPR Major General Asim Saleem Bajwa

د پاکستان پوځ د افغان چارواکو هغه تورونه په کلکه رد کړي چې ګنې د افغانستان په کندوز ښار د طالبانو لخوا شوې قبضه کې د پاکستان پوځ لاس لرلو.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې یا ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې وئیلي پاکستان د اولې ورځې نه په کندوز د شوې حملې غندنه کړې وه اؤ وئیلي وؤ چې "دافغان مشرانو په قیادت کې د امن د خبرو پلوي یو "

پاکستاني پوځ دغه سپیناوی وروستو له هغې کړی چې د نهې په ورځ د کندوز امنیتي چارواکو د پاکستان په پوځ تور ولګولو چې په کندوز د طالبانو حمله کې دپاکستان پوځي جنرالان ککړ وؤ.

افغان امنیتي چارواکو تر دې حده دعوه کړې وه چې طالبانو د کندور څخه پاکستاني جنرالان د مړو په بهانه په تابوتونو کې د کندوز نه ویستي دي.

خو دپاکستان د پوځ لخوا په بیان کې وئیل شوي چې د افغان امنیتي چارواکو دغه رقم تورونه بیخي بې اساسه ، غیر ضروري اؤ پاروونکي دي.

د افغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ د سولې دخبرو ختمیدو څخه راپدیخوا دپاکستان اؤ افغانستان تر مینځ اړیکې د تاؤ تریخوالي ښکار شوي دي اؤ د افغانستان صدر اشرف غني بیا بیا دعوې کوي چې پاکستان د افغانستان خلاف په نااعلانه جګړه بوخت دی.

خو پاکستانی چارواکي د افغان حکومت دغه دعوې اؤ تورونه بې اساسه بلی اؤ دریځ لري چې هیواد یې افغانستان کې امن اؤ سولې ته لیواله دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG