لاس رسیدونکی لینک

کندوز کې کارروائي دافغان پوځ په خواست شوې،جنرال کيمبل


افغانستان کې دميشتوؤ امريکائي پوځونووينا ده چې دبين المللي ځواکونو جنگي الوتکو سيمه کې دترهه گرو په ضد کارروائي وکړه نو کيدى شي هسپتال پکې هم په نخښه شوى وي.

دافغانستان شمالي ښار کندوز کې دبين المللي طبي امدادي ډلې په هسپتال دبمبارۍ دپيښې که يو لوري ته سخته غندنه کولى شي نو بل لوري ته امريکا ددې بشپړې پلټنې پيل کړي دي.

افغانستان کې دميشتوؤ امريکائي پوځونووينا ده چې دبين المللي ځواکونو جنگي الوتکو سيمه کې دترهه گرو په ضد کارروائي وکړه نو کيدى شي هسپتال پکې هم په نخښه شوى وي.

دطبي امدادي ډلې ترمخه دبمبارۍ له امله هسپتال کې دطبي عملې، ماشومانو اؤ ناروغانو په گډون ٢٢ کسان وژل شوي وؤ.

افغانستان کې لوړپوړي امريکائي کمانډر جنرل جان کيمبل خبريالانو ته وئيلي دي ددغه کارروايۍ لپاره افغان ځواکونو خواست کړى ؤ.

هغه وويل افغان ځواکونو غوښتنه کړې وه ځکه چې هغوي نيغ په نيغه دترهه گرو(تر بريد) لاندې وؤ.

هغه وويل امريکائي ځواکونه کندوز کې افغان عسکرو ته دصلاح مشورې ورکولو لپاره موجود دي.

دهسپتال منتظمې امدادي ډلې ډاکټرز وداؤټ بارډرز دبمبارۍ څخه وروستو خپلې عملې ته کندوز څخه دوتلو وينا کړې وه اؤ يو بيان کې يې تور لگولى چې په حقيقت کې دغه بمونه امريکا غورځولي، امريکائي پوځ دهاغو هدفونو ذمه وار دى کوم چې په نخښه کوي، ددې وحشيانه حملې هيڅ سپيناوى نۀ شي کيدى.

جنرل کيمبل وويل که چرې کومه تيروتنه شوي وي نو مونږ به يې اعتراف کوؤ، مونږ به داسې گامونه اخلو چې په نتيجه کې يې دغه رقم تيروتنه بيا نۀ رامينځته کيدل باوري شي.

دطبي ډلې ترڅنگ طالبانو هم پخپلو بيانونو کې وئيلي دي چې دبمبارۍ په مهال دهغوي جنگيالي هسپتال کې موجود نۀ وؤ.

دامريکا ددفاع وزير ايشټن کارټر وئيلي دي دغه پيښه کې دامريکائي پوځ اهلکار ککړ نۀ دي خو دهغه په قول ددې به بشپړ اؤروڼ انده پلټنې کولى شي.

XS
SM
MD
LG