لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان زمبابوى ته په اوؤ وکټو ماتې ورکړې


پاکستان د١٦٢ رنز هدف په ٣٤م اوور کې ددريوؤ وکټو په تاوان پوره کړى ، دپاکستان لخوا شعيب ملک په ٣٤ اؤ اسد شفيق په ٣٨ رنز ناټ اؤټ پاتې شوي دي.
پاکستان د١٦٢ رنز هدف په ٣٤م اوور کې ددريوؤ وکټو په تاوان پوره کړى ، دپاکستان لخوا شعيب ملک په ٣٤ اؤ اسد شفيق په ٣٨ رنز ناټ اؤټ پاتې شوي دي.

دريم اؤ فيصله ييز يو ورځني ميچ کې پاکستان زمبابوى ته په اوؤ وکټو ماتې ورکړې اؤ سيريز يې پخپل نوم کړى دى.

پاکستان د١٦٢ رنز هدف په ٣٤م اوور کې ددريوؤ وکټو په تاوان پوره کړى ، دپاکستان لخوا شعيب ملک په ٣٤ اؤ اسد شفيق په ٣٨ رنز ناټ اؤټ پاتې شوي دي.

دزمبابوى هرارى سپورټس کلب کې روان دريم اؤ فيصله ييز ميچ کې دزمبابوى د١٦١ رنز په ځواب ک ېدپاکستان له لوري بلال اصف اؤ احمد شهزاد داننگز اغاز کړى، بلال اصف په ٣٨ اؤ محمد حفيظ په ١٣ اؤ احمدشهزاد په ٣٢ رنز اؤټ شوى دى.

له دې وړاندې دپاکستان کپتان سفراز احمد دټاس گټلو ووروستو زمبابوى ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه اؤ په ٣٩م اوور کې دزمبابوى ټول ټيم په ١٦١ رنز پويلين ته رخصت شو.

چهمو چهي بهابها اؤ رچمنډ متمبامي ټيم ته د٨٩ رنز غوره اغاز ورکړو خو بلال اصف دهغوي پارټنر شپ مات کړو اؤ چهي بهابها يې په ٤٨ رنز اؤت کړو اؤ له دې وروستو سين وليمس په پينځه، سکندر رضا په دوه اؤ کپتان ايلټن پرته له کوم رن جوړولو څخه پويلين ته رخصت شو،بي بي چهاري هم په څلور رنز دعماد وسيم ښکار شو اؤ بلال اصف موتم بوزي په څلور رنز اؤټ کولو سره دخپل کرئير دوهم ميچ کې پينځه وکټې ترلاسه کړې.

دپاکستان له لوري عماد وسيم درې ، محمد عرفان اؤ شعيب ملک يو ، يو اؤ بلال اصف پينځه وکټې ترلاسه کړي دي.

لمړي يو ورځني ميچ کې پاکستان زمبابوى ته په ١٣١ رنز ماتې ورکړې وه اؤ دوهم ميچ کې زمپابوى دډک ورتهـ لوئيس ميتهډ لاندې پاکستان ته په پينځه رنز سره ماتې ورکړې وه اؤ ددريوؤ ميچونو سيريز يې په يو ، يو سره برابر کړى ؤ.

دپاکستان کپتان اظهرعلي دزخمي کيدو له امله دې ميچ کې نۀ لوبيږي اؤ دهغه پځايې سرفراز احمد دپاکستاني ټيم مشري کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG