لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به د وزيرستان نه تر کراچۍ د پاکستان مرستې کوي


د جوناتهن په وينا د کراچۍ په ګډون د ټول ملک نه تُندلاريتوب د نوغي نه ويستل د پاکستان د بقا دپاره ضروري دي
د جوناتهن په وينا د کراچۍ په ګډون د ټول ملک نه تُندلاريتوب د نوغي نه ويستل د پاکستان د بقا دپاره ضروري دي

امريکې پاکستان ته باور ورکړی چې انتهاپسندۍ او تُندلاريتوب ته د ماتې ورکولو په لړ کې به ورسره د شمالي وزيرستان نه تر د کراچۍ پورې مرستې دوامداره ساتي .

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې مرستيال ځانګړي استازي جوناتهن کارپينټر په امريکا کې د پاکستان په سفارتخانه کې يوې دستورې په وينا کې خپل پاليسي بيان کې وئيلي ، ملک به يي پاکستان کې د جمهوريت ملاتړ کوي .

نوموړي په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ د قربانو يادګېرنه کړې او وئيلي يي دي دپاکستان حکومت، ټولې غېرپوځي او پوځي استخباراتي ادارې يې په ملک کې د ترهګرۍ په ضد په جګړه بوخت دي .

د جوناتهن په وينا د کراچۍ په ګډون د ټول ملک نه تُندلاريتوب د نوغي نه ويستل د پاکستان د بقا دپاره ضروري دي ، هغه ووئيلي ملک به يې د تُندلاريتوب په ضد هڅو کې د پاکستان حوصله افزايي کوي او مرستې به ورسره دوامداره ساتي . هغه ووئيلي دا د پاکستان د اولس د کاميابۍ ، اقتصاد او ټولنې بنيادي ضرورت دی .

جوناتهن زياته کړې چې پېښور کې د فضائي په کېمپ د حملې نه پس د پاکستان او افغانستان حکومتونو منلې چې په پوله پرتو علاقو کې يې ترهګر پټ دي او د دويې ختمول ضروري دي ، هغه وئيلي امريکا په دغې لړ کې د دواړو ملکونو مرستې کوې .

نوموړي وئيلي مونږ د سيمي د امنيت او استحکام او امريکا د قامي سلامتۍ په لړ کې د پاکستان کاميابۍ تسليموؤ ، او زياته کړې يې ده امريکا به د پاکستان د جمهوري حکومت کاميابو ته وده ورکوي .

جوناتهن د پاکستان او افغانستان د اړيکو په اړه وئيلي امريکايي چارواکي اعتراف کوي چې د دواړو هېوادونو تعلقات کله اسان نه دي پاتې شوي . او په ورستيو کې په کندوز حمله، او پېښور کې د فضايي په کېمپ بريد په خصوصي توګه دا مشکل وخت ؤ .

د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې ځانګړي مرستيال استازي دغه تاثر رد کړی دی چې د کال ۲۰۱۶م نه پس به امريکا دغه سيمه پرېږدي .

نوموړي وئيلي مونږ (امريکا) د پاکستان او افغانستان مرستې په يوه کچه برقرار ساتلي او دغه لار ده چې مونږ پرې د نړۍ سره ځو ، او دغه دواړه ملکونه په پوځي او غېر پوځي مدونو کې په ګړه نړۍ کې د امريکې نه تر ټولو نه زيات امداد اخيستونکي دي .

د هغه په وينا د امريکې کلک عزم ؤ چې په افغانستان او پاکستان کې جمهوري منتخب حکومتونه د سيمې د استحکام او امريکايي امنيت دپاره د اهميت وړ دي .

جوناتهن زياته کړې امريکايي چارواکي په دې خبر دي چې د پاکستان لخوا د افغانستان د روغې جوړې دپاره پېل شوی عمل چې د ملاعمر د مړيني په وجه د ځنډ ښکار شو، ولې بيا هم دواړو ملکونو له د دغې مسلې د حل کولو دپاره په ګډه کار کول پکار دي .

په دغه مهال امريکا کې د پاکستان سفير جلال عباس جېلاني وئيلي د پاکستان او امريکې اړيکې کلکې شوي او په راتلونکې کې په دغې لړ کې نورې لارې لټولی شي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG