لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کندوز د فضايي حملې پلټنې کولی شي ، امريکا


د بې سرحده ډاکټرانو (ډاکټرز ود اؤټ بارډرز) نومې تنظيم وئيلي چې په بمبارۍ کې روغتون ته سخت زيان اوختی دی ، او په روغتون کې ۱۲ ډاکټران او اووه ناروغان وژل شوي دي .
د بې سرحده ډاکټرانو (ډاکټرز ود اؤټ بارډرز) نومې تنظيم وئيلي چې په بمبارۍ کې روغتون ته سخت زيان اوختی دی ، او په روغتون کې ۱۲ ډاکټران او اووه ناروغان وژل شوي دي .

د امرېکې صدر باراک اوباما د افغانستان په کندوز ښار کې شوې فضايي بمبارۍ کې د روغتون د مامورينو او ښاريانو په وژنه افسوس څرګند کړی او د امريکې د دفاع وزير اېشټن کارټر وئيلي د افغان حکومت سره په ګډه د دغې پېښې پوره پلټنې کولی شي .

په کندوز کې د خالي په ورځ سحر نړيوالو ځواکونو فضائي بمباري کړې وه چې په نتيجه کې يې د يو نړيوال طبي تنظيم روغتون هم متاثر شوی او په روغتون کې موجود ۱۹ کسان پکې وژل شوي وو.

د افغان ځواکونو د مرستې دپاره په دغه هېواد کې موجود امريکايي پوځ وئيلي کېدی شي په دغه فضائي کارروائۍ کې په علاقه کې موجود روغتون ته زيان اوختی وي .

د بې سرحده ډاکټرانو (ډاکټرز ود اؤټ بارډرز) نومې تنظيم وئيلي چې په بمبارۍ کې روغتون ته سخت زيان اوختی دی ، او په روغتون کې ۱۲ ډاکټران او اووه ناروغان وژل شوي دي .

افغانستان کې د امريکايي پوځ کمانډر جنرال جان اېف کېمپبل په يو بيان کې عزم څرګند کړی او وئيلي يي دي چې " د پېښې به تفصيلي جاج اخيستلی شي او دا به معلومولی شي چې په اصل کې شوي څه دي" .

نوموړي وئيلي چې په افغانستان کې به امريکايي ځواکونه افغان فورسز ته مشورې ورکوي او مرستې به يې کوي څنګه يې چې په کندوز او چاپېره علاقو کې د وسله والو په ضد عملياتو کې کړي دي .

د افغانستان صدر اشرف غني د کابل نه په جاري کړي يو بيان کې د ملکي وګړو په وژنه سخت افسوس څرګند کړی دی . او د بيان ترمخه جنرال کېمپبل صدراشرف غني ته په ټيليفون باندې د پېښې احوال تېر کړی دی .

په افغانستان کې موجود د نړيوال ريډکراس کمېټۍ د دغې حملې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي دي د رېډکراس په نظر " طبي اسانتياوې ورکوؤنکي يا د هغويې دپاره کارکوؤنکي هدف جوړول د قبولولو وړ خبره نه ده که حالات هر ډول ولې نه وي " .

بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر بان کې مون هم د حملې غندنه کړې او د نړيوال تنظيم د بشري حقونو د دفتر مشر زېد رعدالحسېن دغه فضايي کارروايي " بلاجواز" ګرځولې ده .

زېد وئيلي " نړيوال او افغان پوځي منصوبه ساز په هر ډول حالاتو کې د ښاريانو د حفاظت پابند دي او طبي اسانتياوې ورکوؤنکي په خصوصي توګه تحفظ ته اړتيا لري " .

د هغه په وينا که چرته په عدالت کې ثابته شي چې په روغتون باندې فضايي کارروايي ښه په سوچ شوې ده نو دا بيا د جنګي جرمونو په زمره کې راځي .

د خالي په ورځ د افغان وزارت داخله وياند وئيلي ؤ چې د کارروائۍ په مهال په روغتون کې د ۱۰ نه تر ۱۵ پورې مشکوک ترهګر پټ شوي وو کوم چې په حمله کې ټول وژل شوي او ځينو ډاکټرانو پکې هم ژوند د لاسه ورکړی دی .

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې وئيلي د دويې کوم جنګيالی په روغتون کې موجود نه ؤ .

تېره اوونۍ طالب وسله والو په کندوز قبضه کړې او وروستو بيا افغان ځواکونو چې د نړېوال نېټو ځواک مرسته ورته ترلاسه وه، د ښار زياتره برخې يې د طالب جنګيالو نه بيرته اخيستې او د ښار نه د طالبانو په ويستو کې بريالي شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG