لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مهمندایجنسي:په پوځي قافله بمي حمله کې یو عسکر مړ،دوه ژوبل


چاودنه کې ژوبل کسان پوځي هیلي کاپټر کې سی ایم ایچ روغتون ته رسول شوي
چاودنه کې ژوبل کسان پوځي هیلي کاپټر کې سی ایم ایچ روغتون ته رسول شوي

افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه مهمند ایجنسۍ کې د خالي په ورځ د پاکستاني پوځیانو په یوه قافله د ریموټ کنټرول بم چاودنه کې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي د پاکستاني پوځیانو قافله د خالي په ماسپښین د بائیزي تحصیل په سوران سیمه کې تیریده چې د سړک په غاړه وړاندې څخه ښخ کړی شوی بم پرې وچاودیدو.

سرچینو وئیلي دغه چاودنه کې د فرخ نواز په نوم دپوځ یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي چې دعلاج دپاره په هیلي کاپټر کې د پيښور پوځي روغتون ته رسول شوي . خو په ژوبلو کې هم د یو عسکر حالت نازک ښودل کیږي.

تر دې مهاله ددغه چاودنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې خو په مهمند ایجنسۍ کې چې له دې وړاندې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه هم شوي دهغې پړه عموماً د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخلي.

مهمند ایجنسي افغانستان سره لګیدلې دپاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې پکې تندروه یاغي طالبان زیات فعال وؤ اؤ خو وروستو د پاکستان پوځ په دغه سیمه کې د تندلارو په ضد عملیات وکړل اؤ دعوه یې وکړه چې په دغو عملیاتو کې یې مهمند ایجنسۍ څخه د طالبانو نیټ ورک له مینځه وړی دی.

اوس هم د پاکستان د پوځ ګڼ شمیر عسکر مهمند ایجنسۍ کې ځایې پځایې دي خو بیاهم وخت نا وخته طالبان دغه قبائیلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو اؤ د هغوئ په ملاتړو قومي مشرانو بریدونه کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG