لاس رسیدونکی لینک

کندوز:په هسپتال هوایي حملو کې ۱۹ مامورین وژل شوي


د ګوله بارۍ په وخت هسپتال کې ۱۰۵ مریضان موجود وؤ

راپورونه وایي د افغانستان په قندوز ښار کې د بې سرحده ډاکټرانو په یو هسپتال ترسره شوې هوايي حمله کې لږ تر لږه دهسپتال درې مامورین وژل شوي اؤ خواوشا 30 نور بې درکه شوي دي.
د بې سرحده ډاکټرانو اداره چې د میډیسنس سنس فرئنټیرز په نوم یادیږي د جنګ لاندې یا جنګ ځپلو سیمو کې رنځورانو ته طبي مرستې رسوي اؤ تیره اوونۍ چې یاغي طالبانو په قندوز ښار حمله کړې وه دا مهال یې دغلته په روغتون کې ګڼ شمیر رنځوران د علاج لاندې وؤ.
د بې سرحده ډاکټرانو له لوري میډیا ته په جاري شوي یو بیان کې وئیل شوي ائتلافي الوتکو د جمعې اؤ خالي په مینڅ شپه په لس منټه اؤ دوه بجې د ایم ایس ایف په ټراما سینټر پرله پسې هوایي بریدونه وکړل اؤ د صحت دغه مرکز ته یې سخت نقصان ورسولو.
بیان کې دعوه شوې چې دغه برید کې د هسپتال د عملې درې مامورین وژل شوي اؤ 30 نور ژوبل شوي دي.
بیان کې راغلي چې د برید په وخت هسپتال کې 105 ناروغان اؤ دعملې 80 ؤ پورې ملکي اؤ غیر ملکي غړي موجود وؤ.

د بې سرحده ډاکترانو د تنظیم عملياتي مشر بارټ جان سينز وئيلي چې دوى دغه هوايي بريد سره زیات اندېښمن شوي دي.

هغه وئیلي "زموږ د روغتيايي کارکوونکو او ناروغانو وژنه په کندوز کې د روان ناورين يوه برخه ګرځېدلې"

هغه په جګړه کې د بوختو اړخونو څخه غوښتنه کړې چې د طبي مامورینو او طبي مرکزونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

پژواک خبري اژانس د سرچینو له قوله وئیلي چې د تېرې اونۍ ګل د ورځې راهسې چې په کندوز کې جګړه پيل شوې، د دوى روغتون د 394 زخمیانو علاج کړی
بلخوا کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند میجر براين ټريبوس وئیلي چې ځواکونو يې د خالي په سحر کندوز ښار کې په هغو وسله والو هوايي بريد کړى چې د دوى ځواکونو ته يې ګواښ رامنځته کړى و.

پژواک ددغه ویاند له خولې وئیلي "ددغه بريد له امله کېدى شي د بريد ساحې ته نزدې روغتيايي مرکز هم ويجاړ شوى وي."

خو نوموړي په دغه هوايي بريد کې وسله والو او يا هم د روغتون ډاکترانو او ناروغانو ته داوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي او زياته کړې يې ده چې د پېښې په اړپلټنې پيل شوې دي.

XS
SM
MD
LG