لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او هند په يو بل د ترهګرۍ تورونه


سشماسوراج وئيلي ؤ چې پاکستان دې د څلورو نکاتو په ځايې د لانجې ختمولو دپاره يوه نکته ده چې "ترهګري پرېږده، او خبرو ته کښېنه ".
سشماسوراج وئيلي ؤ چې پاکستان دې د څلورو نکاتو په ځايې د لانجې ختمولو دپاره يوه نکته ده چې "ترهګري پرېږده، او خبرو ته کښېنه ".

پاکستان او هند د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په مهال يو ځل بيا په يوبل باندې د ترهګرو د ملاتړ او مرستو کولو تورونه لګولي دي ، او پاکستان د هند د خارجه وزيرې بيان ته د ځواب وئيلو دپاره د ملګرو ملتونو مشرته خواست کړی دی .

د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د خارجه امورو او قامي سلامتۍ مشير سرتاج عزيز په نيويارک ښار کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې ادعا کړې چې هند يې په ملک (پاکستان) کې د ترهګرو مرستې کوي اوپه دغه لړ کې دويې دستاويزي ثبوتونه د ملګرو ملتونو مرستيال سيکرټري ته وړاندې کړي دي .

" کوم ثبوتونه چې ورکړی شوي دي په هغو کې وئيل شوي چې څنګه د هند استخباراتي اداره "را" په پېسو او وسله ورکولو سره په پاکستان کې د ترهګرو مرستې کوي".

نوموړي دغه غبرګون د هند خارجه وزيرې سشماسوراج لخوا د هغې بيان په ځواب کې ورکړی شوی دی کوم چې سشماسوراج د پاکستان وزيراعظم لخوا د وړاندې کړی شوؤ څلورنکاتي امن تجويزونو په ردعمل کې وئيلی ؤ .

سشماسوراج وئيلي ؤ چې پاکستان دې د څلورو نکاتو په ځايې د لانجې ختمولو دپاره يوه نکته ده چې "ترهګري پرېږده، او خبرو ته کښېنه ".

د پاکستان د وزيراعظم لخوا په وړاندې کړی شوؤ څلورو تجويزونو کې د سلامتي کونسل د قراردادونو لاندې د کشمېر د مسلې د حل کولو خبره هم شامل وه .

د هند خارجه وزيرې تور لګولی ؤ چې پاکستان لمړی په پوله ډزې کوي او د هغې په شا بيا ترهګرو ته په پوله هند پله د اوړېدو موقع برابروي د هغې په وينا "چې کله باوري او سنجيده غبرګون وي نو د کشمېرپه ګډون په ټولو مسلو خبرو ته تيار يُو".

خو سرتاج عزيز د هند د خارجه وزيرې وينا د سفارتي ادابو په ضد بللې او وئيلي يي دي د پاکستان لخوا وړاندې کړی شوي امن تجويزونه په ګرده نړۍ کې ستائيلی شي، ولې هند ورته په نفي کې ځواب ووئيلو .

او پاکستان د سشماسوراج وينا ته د ځواب وئيلو دپاره د ملګرو ملتونو صدر ته خواست کړی دی .

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د مسقل مشن قونصلر بلال احمد له اړخه په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د هند لخوا په کشمير باندې د خپل "غېرقانوني تسلط (اثرلاندې ساتلو)" تور ردول د تاريخي ټوقې برابر خبره ده .

د هغه په وينا که چرته هند " د نړيوال قانون احترام کولی او د اخلاقي بهادرۍ مظاهره يې کولی نو په (کشمير) کې به يې د خپل زور او ويرې حکومت ختم کړی، د هلته نه به يې پوځ بيرته بللی او د ملګرو ملتونو د قرارداد لاندې به يې کشميريانو ته د خپل مستقبل په خپله د فېصلې کولو موقع ورکړی وی" .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG