لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد کې امریکایي الوتکه رانسکوره شوې، ۱۱ کسان مړه


طالبانو دعوه کړې ده چې دغه جهاز د هغوې وسله والو راغورځولی
طالبانو دعوه کړې ده چې دغه جهاز د هغوې وسله والو راغورځولی

پاکستان سره پیوست د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال اباد سیمه کې د یوې امریکایي ټرانسپورټ الوتکې C130 د تباه کیدو له امله د شپږو امریکایي پوځیانو په ګډون 11 کسان وژل شوي دي.

دخبري اداردې ای ایف پي له مخې دغه الوتکه د جمعې پپه سحر اووه بجې د نامعلوم علت له امله غورځیدلې خو افغانستان کې په مقاومت بوختو یاغي طالبانو دعوه کړې ده چې الوتکه د هغوئ وسله والو ویشتلې اؤ رانسکوره کړې ده

دامریکایي پوځ کرنل برین ټرائیبس الوتکه کې د پینځوؤ غیرپوځي غړو د موجودګۍ پخلی کړی اؤ وئیلي یې دي چې پیښه د عملې غړي اؤ عام مسافر وژل شوي دي.

په دغه جهاز کې چې کوم غیر پوځي مامورین وژل شوي وئیل کیږي هغوئ دناټو د هغه مشن برخه وه چې افغان پوځ ته روزنه ورکوي.

جلال اباد د افغانستان دختیز ولایت ننګرهار مرکز دی چې پولې یې د پآکستان سره لګیدلي دي اؤ په دغه پوله ولایت کې د تیرې څه مودې راهسې د دولت اسلامیه په نوم د تندروه ډلې وسله والو د حکومت مخالفه یاغي طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

بل لوري ته طالبانو ددغه امریکایي الوتکې د تباه کولو پړه پغاړه اخستې ده اؤ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوئټر خپل پیغام کې وئیلي چې الوتکه د هغوئ وسله والو جلال اباد کې رانسکوره کړې ده.

خو امریکایي چارواکو وئیلي څه وخت چې دغه الوتکه تباه کیده هاغه مهال سیمه کې د هیڅ قسمه مخالفو فعالیتونو راپور نه ؤ

په افغانستان کې سي 130 هرګولیس نومې الوتکې امریکایي پوځ د ټرانسپورټ د مقصدونو دپاره په کار راولي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG