لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوز دسقوط علتونه اؤ دافغانستان راتلونکی د څیړنکارو په نظر


اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله ته به له خپلو ګټو تیریدل وي
اشرف غني اؤ عبدالله عبدالله ته به له خپلو ګټو تیریدل وي

د افغانستان د شمال ختیز ولایت کندوز په مرکزي ښار کندورد طالبانو د قبضې څخه وروستو په رسنیو اؤ سوشل میډیا افغان حکومت د سختو نیوکو لاندې راغلی اؤ څیړونکي وایي چې د افغانستان د ګډ حکومت د خپل منځي بې باورۍ اؤ سازشونو له امله طالبان اؤ داعش ورځ تر بلې په افغانستا کې پیاوړي کیږي.

څیړونکي په دې نظر دي چې په افغانستان کې د طالبانو د اقتدار ختمیدو څخه راپدیخوا په لمړي ځل د کندوز سقوط د طالبانو مورال تر ټولو زیات لوړ کړی اؤ د افغان اولس باور یې د خپل ملي پوځ د پیاوړتیا په دعوؤ متزلزل کړی دی.
دمیډیا راپورونو له مخې په زرګونو طالبانو تیره ورڅ په کندوز ښار حمله کړې اؤ ددغه مهم ښار زیاتره دولتي ودانۍ اؤ وسائل یې د خپلې قبضې لاندې راوستي دي.
راپورونه وایي طالبانو د کندوز زندان هم مات کړی اؤ دغلته قید په سوونو زندانیان یې خوشي کړي اؤ ددې ترڅنګ د هوايي ډګر په لوري د پرمختګ په حال کې دي
افغان حکومت دعوه کوي چې په کندوز دطالبانو قبضې ختمولو دپاره دا مهال د هوایي ډګر ترڅنګ د یاغي طالبانو اؤ امنیتي عسکرو تر مینځ سخته جکړه روانه ده چې پکې تر اتیاؤ زیات طالبان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې کندوز د پاره د طالبانو والي اؤ د هغه مرستیال هم شامل دي خو طالبانو دغه دعوې په کلکه رد کړي دي .
د طالبانو دغه قبضه که هر څو د یو ولایت په یو ښار پورې محدوده ده خو څیړونکي وایي چې که افغان پوځ د کندوز قبضه زر تر زره بیرته وانه خسته نو اثرات یې تر نورو سیمو اؤ ولایتونو هم غځیدلی شي.
د افغانستان د پوځ یو پخواني جنرال اؤ د ننګرهار ولایت د ټي وي اؤ راډیو پخواني وزیر عبدالصمد مومند ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وویل "په کندوز د طالبانو د قبضې څخه څرګنده شوې ده چې افغانستان دا وخت حکومت نه لري اؤ طالبان یا داعش که کله هم وغواړي نو په افغانستان قبضه کولی شي"
هغه وویل "د افغانستان موجوده ګډ حکومت ته مونږ حکومت ځکه نه شو وئیلی چې صدر اشرف غني اؤ د هغه ټیم د خپلو ګټو په چکر کې دی اؤ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خپلې ګټې لټوي"
دهغه په وینا "د حکومتدارۍ نه زیات خو دغه دواړه قوتونه د یو بل په ضد سازشونو جوړولو ته دین شوي دي اؤ د دوئ مقابله کې هر چاته معلومه ده چې مخالف طالبان یو منظم قوت لري"
هغه پوښتنه وکړه چې هرکله حکومت غیر منظم اؤ مخالفین یې غیر منظم وي نو څنګه به حکومت بریالی کیږي چې خپل مخالفین ووهي ؟
جنرال عبدالصمد مومند وویل د کندوز په قبضه کولو که یو خوا د طالبانو ذهني مورال ډیر لوړ شوی نو بلخوا ورته ددغه ولایت څخه ښه ډیره وسله، ګاډي اؤ نور وسائل هم په لاس ورغلي چې هغوئ یې د جګړې پراخولو دپاره په کار راوستلی شي .
نوموړي وویل"ځینې خلک واویلا کوي چې افغانستان کې دا لوبه د بهر نه جوړه شوې ده خو زما په اند هر څه د هیواد دننه نه کیږي اؤ د حکومتي صفونو کې شامل جنګ سالاران پکې برخه لري ګنې څنګه بیا د افغانستان شمال کې طالبانو ته د یومهم ستراتیژیک ښار د قبضه کولو موقعه په لاس ورځي ؟"
د افغانستان یو تکړه خبریال اؤ تجزیه نګار جاوید همیم کاکړ هم په کندوز د طالبانو قبضې ته د شک په سترګه ګوري اؤ په دې باور دی چې دا هر څه د یو پلان شوي پروګرام د لاندې روان دي
ډیوه ویب پاڼې سره خبرو اترو کې ښاغلي جاوید همیم وویل "زما په نظر په دولت کې دننه کومه معامله شوې يا هم روانه ده، ماته دا يوه لوبه ښکاري، ځکه د څلور لکه افغان او ١٣ زره بهرنيو ځواکونو په شتون کې طالبان څنګه کولى شي چې يو ولايت ونيسي؟ "
هغه وویل د کندوز سقوط سره د افغان ځواکونو او د خلکو مورال ډير کمزورى او ټيټ شوى دى،
نوموړي زیاته کړه کندوز په داسې حال کې سقوط کړى، چې ډاکتر عبدالله خپل ټول ټيم سره په امريکا کې دى، د کندوز والي ترکيه کې دى، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ، د اولسمشر لومړى مرستيال جنرال دوستم او نور مهم مشران له هېواده بهر دي اؤ دا هرڅه ښایي چې د خبرې تر شا خبره شته "
افغان خبریال ښاغلي همیم کاکړ د یوې پوښتنې ځواب کې وویل د کندوز سقوط طالبانو ته ډيره ګټه ورسوله، ډيرې زياتې وسلې ، مهمات او پوځي ګاډي د طالبانو لاس ته ورغلي اؤ دا به دوى ته حوصله ورکړي چې په نورو ولايتونو کې هم دا ډول بريدونه وکړي.
هغه په افغان حکومت نیوکه وکړه چې مشران يې ډېر نا اهله اؤ په فساد کې غرق دي او د ملي ګټو په ځاى هر يو شخصي ګټو پسې ګرځي.
ددې پوښتنې ځواب کې چې د افغانستان راتلونکی درته څنګه ښکاري هغه وویل "ډير د تشويش وړ نه دى، دا اوسنۍ پيښې پلان شوي کارونه دي، په اصل کې دا په ډيره لوړه کچه لوبه روانه ده، دکندوز سقوط سره امريکا روسيې ته ښودل غواړي چې که په شام کې همکاري نه کوي، نو داعش او طالبان د منځني اسيا له لارې در پسې درلېږم"
دافغانستان یو بل ځوان لیکوال اؤ تجزیه نګار ښاغلي طایرځلاند بیا په دې نظر دې چې طالبانو د خپل منڅي اختلافاتو نتیجه کې د کمزوري کیدو د تاثر ختمولو دپاره په کندوز خو قبضه وکړه خو دغه قبضه به برقراره ونه ساتل شي.
کابل څخه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ښاغلي ځلاند وویل" وروسته له هغې چې ختیزو ولایتونو، ننګرهار پکتیکا، لغمان او کونړ کې داعش پورې تړلو وسله والو خپل اورپکي ځای پر ځای کړل طالبانو ته پرته له دې بله لاره پاتې نه شوه چې ځېنې شمالي او ځېنې جنوبي ولایتونو ته مخه وکړي"
هغه وویل ددې له کبله چې کندوز څو ولایتونو سره لاره لري او طالبان په اسانۍ له دې ځایه وتلی شي دجګړې له پاره یې ځکه کندوز غوره کړو
"دویم دلیل یې دا دی چې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له اوازو وروسته دوی داسې کومه غټه کارنامه نه وه کړې نو د خپل ځواک ښودلو له پاره دوی وهڅول شول چې یوه لویه حمله وکړي خو طالبان ځکه نه شي کولی ډير وخت په کندوز ولایت کې پاتې شي چې د خوراک، څښاک او جګړو مواد په اسانۍ نه شي ترلاسه کولی"
دکندوز د جګړې د اوږدیدو د علت په هکله د یوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي طائر ځلاند وویل " جګړه ځکه نسبتا اوږده شوه چې طالب اورپکي په کورونو او داسې ودانیو کې ځای پر ځای شوي چې که افغان امنیتي ځواکونه هلته پرې بریدونه پېلوي نو عامو خلکو ته زیان اوړي"
خو هغه وویل "زما په فکر که جګړه څومره اوږده شي نو طالب اورپکو ته به زیاته مرګ ژوبله واوړي او دا ښکاره خبره ده چې دومره مهم ښار باندې قبضه کول د طالب اورپکو مورال لوړوي "
نوموړي وویل له دې برېدونو وروسته به د طالبانو په اړه نړیواله ټولنه نظر ثاني وکړي او کیدی شي په لویو سیاستونو کې بدلون راشي او که د طالبانو دجګړو زور زیات شي نو ټول پام به پاکستان ته واوړي او د طالبانو د ملاتړ له کبله به پاکستان د سختو نیوکو او فشارونو سره مخ شي.
خو د پاکستان د خیبر پښتونخوا سره تعلق لرونکی یو سنئیر صحافي فخرکاکاخیل بیا وايي اوس به د افغانستان د ګاونډي هیوادونو پاکستان اؤ ایران په شمول د سیمې اؤ نړۍ ټولو قوتونو ته پکار وي چې که مستقبل کې د داعش په شکل کې د یو لویې شر اؤ خطر نه ځان محفوظ ساتل غواړي نو افغانستان کې دې دامن په اؤ سولې په نعره د زړه د صدق نه یوه خوله شي.
ښاغلي فخر کاکاخیل ډیوه ویب پاڼې ته وویل"په کندوز د طالبانو قبضه به د هغوئ یوه عارضي ګټه خو وي لکه څنګه چې یې په بیلابیلو وختونو کې په بیلابیلو سیمو د قبضو په شکل کې ترلاسه کړې وې خو دغه قبضه برقراره ساتل به د طالبانو د وس کار ځکه نه وي چې هغوئ د وړاندې څخه ختیزو ولایتونو کې دداعش وسله والو سره په جګړو بوخت دي"
کاکاخیل وویل په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې زیات بدلونونه مینڅته راغلي اؤ اوس به دا دومره عادي خبره نه وي چې طالبان دې بیا د افغانستان په اقتدار قبضه وکړي
خو د هغه وینا ده چې که افغانستان په مستقل ډول د شر اؤ خطرو څخه ژغورل وي نو دهغې دپاره تر ټولو زیاته ضروري ده چې د افغانستان ملي پوځ څخه دې د ملیت یا قامولۍ منفي سوچ له مینځه یوړلی شي اؤ افغان پوځ دې د شمالي ،پښتون ،هزاره، تاجک، ازبک ، ترکمن وغیره پځایې یوازې اؤ یوازې د افغان پوځ په نوم،سوچ اؤ جذبه وروزل شي،
هغه وویل دا مهال چې افغانستان څخه داعش د خپلې پراختیا کومې نخښې نخښانې مونږ ته راکوي دا د سیمې اؤ نړۍ د پاره یو شان یو خطرناک تصویر دی اؤ که چرې نن په افغانستان کې دداعش مخه افغان حکومت، سیاسي ګوندونو، طالبانو، د افغانستان ګاونډي هیوادونو اؤ نړیوالو قوتونو په ګډه ونه نیوله نو سبا د هیچا خیر نشته اؤ لکه د شام اؤ عراق په څیر وضعیت به دلته هم ولیدل شي.
فخرکاکاخیل وویل په داسې مرحله کې چې طالبان خپله داعش سره په جګړه بوخت دي هغوئ ته نه ده پکار چې د خپل هیواد ملي ادارې اؤ پوځ کمزوری کړي ځکه چې که افغانستان کې پوځ اؤ ادارې مضوطې وي خو دداعش د شر مخه به ونیول شي.
نوموړي وویل د افغانستان اؤ سیمې د یو روښانه ائنده دپاره نور صدراشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله ، ګاونډي هیواد پاکستان، ایران، روسیې ، چین اؤ امریکا ته هم پکار دي چې دخپلو عارضي اؤ شخصي ګټو نه تیر شي اؤ په ګډه افغانستان کې دامن اؤ سولې دپاره کار وکړي تر څو دغه جنګ ځپلي هیواد کې دامن ټینګیدو له امله د ټولې سیمې اؤ نړۍ مستقبل د داعش دممکنه پراختیا څخه وژغورل شي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG