لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د افغانستان ستونزې په تورونو نه په خبرو هواریدی شي


خارجه سکتر وویل پاکستان د افغان حکومت سره په تماس کې دی
خارجه سکتر وویل پاکستان د افغان حکومت سره په تماس کې دی

پاکستان وایي د افغانستان ستونزې په دې نه هواریږي چې په نورو تورونه ولګوي بلکې دغه ستونزې یوازې دخبرو اترو له لارې د هواري لار لري.

نیو یارک کې خبریالانو سره د خبرو په مهال د پاکستان خارجه سکتر اعزاز چوهدري وئیلي پاکستان د افغانستان دستونزو سوله ایزه هواري ته لیواله دی ځکه چې که افغانستان کې امن اؤ سوله تامین شي نو سیمه کې به ورسره هم ثبات اؤ امن رامینځته کیږي.

دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دا څرګندونې وروستو له هغې کړي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د افغانستان چیف ایګزیکټیو ډاکټر عبدالله عبدالله په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو په ضد د ګامونو اخستو خپلې ژمنې سرته ورسوي.

ښاغلي عبدالله تور لګولی ؤ چې ترهګر د پولې د پورې غاړې څخه په حملو کولو افغانستان د بې ثباتۍ سره مخ کول غواړي .

خارجه سکتر وویل "دپاکستان حکومت افغان چارواکو سره په تماس کې دی اؤ خبرې اترې ورسره مخ په وړاندې بیایي"

نوموړي زیاته کړه د ترهګرۍ خاتمې د پاره پاکستان کوټلي ګامونه اخستي اؤ دغه لړکې چې پاکستان څومره قربانۍ ورکړي هغه د هر چا په وړاندې دي

Recommended

XS
SM
MD
LG