لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حج پېښه کې د مړه شوؤ پاکستانيانو شمېره ۳۶ ته رسېدلې


د مذهبي امورو وزير سرداريوسف وئيلي ، په بې درکه شوؤ کسانو کې د زياترو سره رابطې شوي او چې کوم لا بې درکه دي د هغوي د لټون دپاره هڅې روانې دي .
د مذهبي امورو وزير سرداريوسف وئيلي ، په بې درکه شوؤ کسانو کې د زياترو سره رابطې شوي او چې کوم لا بې درکه دي د هغوي د لټون دپاره هڅې روانې دي .

په سعودي عرب کې د تېر زيارت په ورځ د حج د مراسمو ادا کولو په مهال د ټېل ماټېل جوړېدو په نتيجه کې د مړه شوؤ پاکستانيانو شمېره ۳۶ ته رسېدلې ده ، او د ژوبلو شمېره ۳۵ ده . راپورونه وايي د ۸۰ نه زيات پاکستانيان اوس هم بې درکه دي .

د حج د مراسمو په مهال د پاکستانيانو د مړينې پخلی د مذهبي امورو د وزارت لخوا شوی دی، او د مذهبي امورو وزير سرداريوسف وئيلي ، په بې درکه شوؤ کسانو کې د زياترو سره رابطې شوي او چې کوم لا بې درکه دي د هغوي د لټون دپاره هڅې روانې دي .

د تېر زيارت په ورځ د مکې نه په لږه فاصله لرې په مِنا کې د حج رکن (رمي) يا شېطان ويشتو د رسم ادا کولو په مهال ټېل ماټېل جوړ شوی او د سعودي عرب د چارواکو په وينا په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۷۶۸ کسان مړه او ۹۳۴ ژوبل شوي وو .

د حج په مهال ۲۵ کاله پس کومه غټه بده پېښه رامنځته شوې ده ، له دې وړاندې په کال ۱۹۹۰م کې هم په مِنا کې د اړي ګړي جوړېدو په نتيجه کې د ۱۴۰۰ نه زيات کسان مړه شوي وو .

په تازه پېښه کې چې د نورو ملکونو په ګډون د ايران د يو نيم سل نه زيات وګړي مړه شوي ، ايران په دغه پېښه رامنځته کېدو د سعودي عرب د حج په انتظاماتو سختې نيوکې کړي د پېښې زمه وار يې ګرځولی ، پېښه کې د مړه شوؤ او مسلمانانو نه يې د معافۍ غوښتنه کړې ده .

ولې سعودي عرب وئيلي ايران له په دغه پېښه سياست نه دي کول پکار، او د پښې د پلټنو پېل کولو يې وئيلي دي .

د حج د مراسمو پېل کېدو نه وړاندې هم د حرم شريف په جمات کې د يو کرېن راغورځېدو په پېښه کې ۱۰۷ کسان مړه شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG