لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش په سوشل میډیا اثر کم شوی دی- رچرډ سټینگل


رچرډ سټینگل د امریکه خارجه وزارت کې د ترهگرو د پروپیگنډې د مخ نيوي مرکز مشري کوي
رچرډ سټینگل د امریکه خارجه وزارت کې د ترهگرو د پروپیگنډې د مخ نيوي مرکز مشري کوي

امريکاېي چارواکي واېي په عراق او شام کې فعاله د تندروه ډلې داعش لخوا په سوشل میډیا باندې خپریدونکي پیغامونوکې ډیر کمې راغلی دی-

د خارجه چارو وزارت چارواکي رچرډ سټینگل وایس اف امریکه ته یوه مرکه کې ویلي د داعش ډلې د تندروه فکر په ضد په سو شل میډیا په پیغامونو کې زیاتوالي راتلو نه ورستو اوس د دغه ډلې د پیغامونو شمیره او اثر ډیر کم شوی دی-

څه لږه موده وړاندې امريکاېي مطبوعاتو او چارواکو داسې اندیښنې څرگندې کړې وې چې تندروه ډله داعش په سوشل میډیا ډیره فعاله ده او د نظریاتو دغه جگړه د ټویټر، فیس بک او د سوشل میډیا د نورو څانگو په لاره گټل غواړي-

رچرډ سټینگل د امریکه خارجه وزارت کې د ترهگرو د پروپیگنډې د مخ نيوي مرکز مشري کوي وائس اف امريکه ته په مرکه کې نوموړي دا هم ویلي دي د داعش پينځه نوي فیصده پیغامونه په عربۍ ژبه کې وي په کوم چې امريکایان نه پوهیږي- دی واېي د عربۍ په مقابله کې د داعش ډیر کم پیغامونه په انگریزۍ ژبه کې وي-

د ښاغلي رچرډ سټینگل د واېس اف امریکا سره دغه مرکه تاسو هم په انګریزۍ ژبه کې په لاندینۍ ویډیو کې اوریې شۍ

رچرډ سټینگل واېي د داعش په سوشل میډیا اثر کم شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG