لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرایجنسۍ کې په جګړه بوختو پوځیانو سره د جنرال راحیل اختر

Chofe machin kap eseye retounin nan machin yo apre yo te pran pann nan moman siklon Irma ap pase nan ti zile eta Florid yo, nan Hieleah, 10 septanm 2017.

Chofe machin kap eseye retounin nan machin yo apre yo te pran pann nan moman siklon Irma ap pase nan ti zile eta Florid yo, nan Hieleah, 10 septanm 2017.

دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحیل شریف وئیلي مونږ ته به په توګه دیو قام د هیواد د دښمنانو ناوړه هڅې شنډول اؤ ترهګرۍ ته ماتې ورکول وي.

جنرال شریف د جمعې په ورځ د اختر لمونځ افغانستان سره لګیدلې دپاکستان قبائیلي سیمه خیبرایجنسۍ کې دهاغو پوځیانو سره په ګډه کړی چې د ورانکارو په ضد په عملیاتو بوخت دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتی څانګې ایی ایس پي ار له مخې په دغه موقعه د پوځ سرلښکر د عسکرو سره ولیدل اؤ د اختر د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ یې د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د هغوئ مورال وستائیلو.

پوځي زلمو ته پخپله وینا کې جنرال راحیل شریف وویل د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ټول قام د پوځ ترشا ولاړ دی اؤ پوځ چې د ورانکارو څخه د خپلې خاورې اؤ خلکو د ژغورلو په لاره کې کومه مړانه ښکاره کړې ده هغه د ستائېلو جوګه ده.

دپوځ سرلښکر وویل د هیواد دننه اؤ بهر چې کوم ترهګر د پاکستان په ضد دسیسې کوي هغوئ ته دماتې ورکولو دپاره پوځ ژمن دی.

جنرال راحیل شریف په دغه موقعه په اولو مورچو د تعینات پوځیانو سره هم ولیدل اؤ هغوئ ته یې شاباسی ووئیلو.

د پاکستان پوځ دا مهال قبائیلي سیمو کې د ترهګرو اؤ تندلارو په ضد د ضرب عضب په نوم په عملیاتو بوخت دی اؤ دعوه کوي چې ددغو عملیاتو د لارې یې د ترهګرو نیټ ورک مات کړی .

ددغه عملیاتو د یو کال په پوره کیدو د پوځ لخوا میډیا ته وویل شوي وؤ چې عملیاتو کې 2763 ترهګر وژل شوي چې 218 پکې بې کچه خطرناک وؤ.

پوځ دا هم وئیلي وؤ چې دغو عملیاتو کې د پوځ 347 زلمو اؤ افسرانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG