لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن: په جومات کې خودکش چاؤدنو کې ۲۵ کسان وژل شوي


د دولت اسلامي يا داعش ډلې ياغيانو په يمن کې په وروستيو مياشتو کې په شيعه مسلکو باندې حملې کړي چې پکې په صنعا کې شوې خونړۍ موټري بمي حمله هم شامل ده .
د دولت اسلامي يا داعش ډلې ياغيانو په يمن کې په وروستيو مياشتو کې په شيعه مسلکو باندې حملې کړي چې پکې په صنعا کې شوې خونړۍ موټري بمي حمله هم شامل ده .

د يمن په پلازمينه صنعا کې دوه ځانمرګو بريد کوؤنکو د لويې اختر د نمانځه په مهال په جومات کې چاؤدنې کړي چې په نتيجه کې يې ۲۵ کسان وژل شوي دي .

په صنعا ښار کې دغه چاؤدنې د شېعه مسلک سره تعلق لرونکو په جمات کې شوي دي ، دغه ښار يو کال وړاندې شيعه حوثي ياعيانو په ولقه کې اخيستی دی .

د دغو چاؤدنو زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

د دولت اسلامي يا داعش ډلې ياغيانو په يمن کې په وروستيو مياشتو کې په شيعه مسلکو باندې حملې کړي چې پکې په صنعا کې شوې خونړۍ موټري بمي حمله هم شامل ده .

يمن کې په تېر يو کال کې د تشدد او بدامنۍ په پېښو کې د ۴۵۰۰ نه زيات کسان وژل شوي او په لويه شمېره کې خلکو دغه ملک پرېښودی دی .

صنعا کې تازه بريد په داسې مهال شوی ، چې د يمن صدر عبدالربو منصور هادي د نهې په ورځ بيرته ملک ته ستون شوی دی .

منصورهادي د حوثي ياغيانو لخوا په صنعا د ورختلو نه پس د ملک جنوبي ساحلي ښار عدن ته تلی او د هلته نه بيا سعودي عرب ته تلی ؤ ، نوموړی شپږ مياشتې وروستو عدن ته بيرته په داسې مهال راستون شوی دی، چې حکومت پلوه پوځ چاته چې د سعودي عرب په مشرۍ د اتحاد ملاتړحاصل دی حوثيان د دغه ښار نه په شا تمبولي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG