لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبگرام په هوائي اډه بريد کې دنيټو يو عسکر وژل شوى دى


 دنيټو يو چارواکي وئيلي دي چې دبگرام په هوائي اډه دغه بريد دنهې په شپه شوى اؤ پکې دوژل شوي عسکر قوميت په سمدستي توگه نۀ دى په ډاگه کړل شوى.
دنيټو يو چارواکي وئيلي دي چې دبگرام په هوائي اډه دغه بريد دنهې په شپه شوى اؤ پکې دوژل شوي عسکر قوميت په سمدستي توگه نۀ دى په ډاگه کړل شوى.

دشورو په ورځ نيټو يو بيان کښې وئيلي دي چې افغان تندلارو دکابل څخه بهر دبگرام په هوائي اډه بريد کې دنيټو يو ائتلافي عسکر وژلى دى.

دنيټو يو چارواکي وئيلي دي چې دبگرام په هوائي اډه دغه بريد دنهې په شپه شوى اؤ پکې دوژل شوي عسکر قوميت په سمدستي توگه نۀ دى په ډاگه کړل شوى.

پخپل بيان کې نيټو دا نۀ ده په ډاگه کړې چې دغه بريد کې کومه تندروه ډله ککړه ده خو افغانستان کې فعاله زياتره ډلې دطالبانو دسيوري لاندې دي.

دبگرام هوائي اډه، دکومې څارنه چې امريکائي ميرينز اؤ شريک عسکر کوي، اکثره دتندلارو له لوري دراکټي بريدونو لاندې راځي.

طالبانو منلې چې تيره شپه يې دبگرام په هوائي اډه توغندوي بريد کړى چې پکې بهرنو سرتيو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

تيرکال افغانستان څخه دزياترو بهرنو جنگي ځواکونو دوتلو وروستو دغلته جگړه کې تُندي راغلې ده چې پکې په لسگونو اولسي وگړي اؤ عسکر وژل شوي دي.

دافغانستان دداخله وزارت يو راپور په ډاگه کوي چې دنهې په ورځ نښتو کې دافغان پوځ اؤ پوليسو ٢٥ عسکر وژل شوي، نيټو سږکال افغانستان کې خپل ٩ عسکر بائيللي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG