لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د مسلمانانو د تباه کولو سازش کوي، د حج خطبه


د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ ووئيل، په نن وخت کې فتنه خوره شوې ده او داعش د اسلام په نوم د امت مسلمه تباه کولو سازش کوي .
د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ ووئيل، په نن وخت کې فتنه خوره شوې ده او داعش د اسلام په نوم د امت مسلمه تباه کولو سازش کوي .

د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ وئيلي چې داعش د اسلام په نوم د مسلمانانو تباه کولو سازش کوي ، د داعش په رنګ ډلې د اسلام غلط تشريحات کوي او مسلمانان ځوانان د ګمراهۍ او تشدد په لار د اچولو هڅي کوي . مفتي اعظم په مسلمانانو غږ کړی چې د فتني او فساد په ضد اودريږي .

په نمره جومات کې د حج د خطبې په مهال د سعودي عرب مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ ووئيل، په نن وخت کې فتنه خوره شوې ده او داعش د اسلام په نوم د امت مسلمه تباه کولو سازش کوي . د نوموړي وينا وه " الله تعالی هرقسمه ظلم حرام ګرځولی دی" .

شيخ عبدالعزيز ووئيل ، په يمن کې يوه ډله د ګمراهۍ په لار روانه ده ، دغو ګمراهانو جماتونه پرې نه ښودل او د دين نه بې لارې دغه خلک د اسلام مخ مسخ کوي .

د فلسطين په حواله د حج په خطبه کې شيخ عبدالعزيز ووئيل يهوديانو انسانيت ميده کړی او مسجداقصی مسلمانان رابلي .

د سعودي عرب مفتي اعظم زياته کړه چې د اسلام دښمنان دمسلمانانو چقولو هڅې کوي او ګمراهه بې لارې ډلې انسان واپس تيرو پله ديکه کوي .

شيخ عبدالعزيز په مسلمانانو غږ وکړو چې د فساد خورؤنکو ډلو نه لرې پاتې شي او اسلام د چا بې ګناه قتلولو اجازت نه ورکوي ، ددې دپاره دې د غېر مسلمانانو د قتل کولو هڅې هم ونه کړی شي .

شيخ عبدالعزيز د حج په خطبه کې مسلمانانو ته د اسلام د داخلي او خارجي دښمنانو نه د ځان خبر ساتلو ووئيل او زياته يې کړه چې د اسلام مخالفين به کله هم کامياب نه شي .

نوموړي د علم په حاصلو زور راوړو او ويې وئيل د علم حاصلولو د لارې د اسلام د دښمن مقابله کېدی شي .

مفتي اعظم په مسلمانانو حکمرانو هم زور راوړو چې مسلمان مشران دې د خپلې رعايې خيال وساتي او هڅې دې وکړې چې د مسلمانانو ترمينځ دې مينه محبت قائم کړي .

د حج په خطبه کې مفتي اعظم په علماؤ غږ وکړو چې په ښه طريقې سره د دين دعوت ورکړي او اسلامي تصورات او تعليمات خلکو ته ورسوي .

د سعودي عرب د مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز ال شيخ دا پرله پسې ۳۵م د حج خطبه وه چې پکې نوموړي مسلمانانو ته د هغو ډلو نه خبرداری ورکړو کومې چې د اسلام په نوم ترهګري کوي او اسلام بدناموي .

د سعودي عرب د مطبوعاتو ترمخه سږ کال د ګردې نړۍ نه د ۲۰ لکو نه زيات مسلمانان د حج دپاره سعودي عرب ته راغلي دي ، او نن په ميدان عرفات کې د حج ستر رکن وقوف ادا کړی شو، او غلاف کعبه هم بدل کړی شو .

سږ کال د حج نه څو ورځې وړاندې په مکه مکرمه کې په حرم شريف جومات کې يو کرېن هم راغورځېدلی ؤ چې په نتيجه کې يې د سعودي عرب د چارواکو په وينا ۱۰۷ کسان مړه شوي او د ۲۳۸ ژوبل شوي وو ، په دغه پېښه کې په مړه شوؤ کسانو کې شپږ پاکستانيان او يو افغان هم شامل ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG