لاس رسیدونکی لینک

شي ژين پينګ: د امريکې او چين ترمينځ لانجه جوړېدل به تباهي وي


د چين صدر وئيلي، که چرته چين او امريکا يو بل سره ښې مرستې وکړي نو هغه د نړيوالې ودې بنياد جوړېدی شي ، او که چرته لانجې او نښتې پله ځي نو دا به د دواړه ملکونو نه پاتې نړۍ په تباهۍ کې واچوي .

د چين صدر شي ژين پينګ په درې ورځنۍ دوره د امريکې سر ښار واشنګټن ته رسېدلی او د دورې پېل کېدو په مهال يې وئيلي ، واشنګټن سره ښه تعلقات غواړي د دې دپاره چې د دواړو ملکونو ترمينځ لانجه جوړه نه شي ځکه چې د هغه په وينا دا به د تباهۍ سبب وګرځي .

نوموړي دغه خبرې د نهې په ورځ سياټل کې کاروباري خلکو ته د وينا په مهال کړي دي کوم چې د هغه د دورې لمړی پړاؤ ؤ ، او د هغې نه پس به نوموړی د سپينې ماڼۍ نه خپله سرکاري دوره پېلوي .

نوموړي وئيلي، که چرته چين او امريکا يو بل سره ښې مرستې وکړي نو هغه د نړيوالې ودې بنياد جوړېدی شي ، او که چرته لانجې او نښتې پله ځي نو دا به د دواړه ملکونو نه پاتې نړۍ په تباهۍ کې واچوي .

شي ژين پينګ د سائبرکرائم په اړه هم خبرې کړي د کوم په اړه چې صدر باراک اوباما وئيلي شي ژين پينګ سره په خبرو کې به په دغه مسله په سر کې راپورته کولی شي .

د چين صدر په دغه مسله د بيجينګ هغه دريز تکرار کړی چې ، چې د چين حکومت به په هيڅ قسمه تجارتي غلا کې نه وي ککړ او نه په داسې کولو کې د چا حوصله افزايي کوي . هغه وئيلي چين په خپله د دغې مسلې نه متاثر دی.

د چين او امريکې ترمينځ د اختلافاتو دويمه غټه وجه په بحېره جنوبي چين کې د چين د لانجمنو علاقايي ادعاؤ ده .

د چين صدر د نهې په ورځ خپله وينا کې په دغه خبره زور راوړی چې چين د کوم ملک سره لانجه جوړول نه غواړي او په سيمه کې د سمندري تګ راتګ په ازادۍ کې خنډ پېدا کول نه غواړي .

راپورونه وايي په چين کې د بشري حقونو ريکارډ چې د چين او امريکې ترمينځ د اختلافاتو يوه وجه ده ، هيله څرګنديږي چې د شي ژين پينګ د دورې په مهال دغه مسله هم راپورته کړی شي .

سياټل کې د چين د مشر د وينا په مهال بهر په درځنونو کسانو په تبت کې د بيجنګ د سختو پاليسيانو او سياسي منحريفينو په ضد عملياتو باندې مظاهره کړی ده .

هيله څرګنديږي چې د شي ژين پينګ د واشنګټن د دورې په مهال هم د هغه په ضد مظاهرې وشي ، ځکه چې يو شمېر ډلې د سپينې ماڼۍ سره نزدې او په نيويارک کې د هغه جنرل اسمبلۍ ته د وينا په مهال د مظاهرو اراده لري .

XS
SM
MD
LG