لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا منصور افغان حکومت سره دسولې خبر رد کړي دي


 دلويې اختر په مناسبت يو پيغام کې ملا اختر منصور دطالبانو لخوا افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو دوتلو په اړه غوښتنه تکرار کړې ده.
دلويې اختر په مناسبت يو پيغام کې ملا اختر منصور دطالبانو لخوا افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو دوتلو په اړه غوښتنه تکرار کړې ده.

دافغان طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور امريکا اؤ ناټو سره دامنيتي تړونونو منسوخولو اؤ افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو وتلو پورې افغان حکومت سره دسولې خبرې اترې رد کړي دي

دلويې اختر په مناسبت يو پيغام کې ملا اختر منصور دطالبانو لخوا افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو دوتلو په اړه غوښتنه تکرار کړې ده.

خپل پيغام کې دطالبانو مشر وائي که چرې دکابل انتظاميه هيواد کې دجګړې خاتمه اؤ دامنيت ټينګښت غواړي، نو دا دقبضې دختميدو اؤ يرغلګرو سره دټولو امنيتي تړونونومنسوخيدو سره ممکن ده

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل ١٣ کلن مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ خواؤ ديو تړون لاندې افغانستان کې خواؤشا ١٢ؤ زره بهرني عسکر پاتې دي چې مقصد يې دافغان پوځ تربي اؤ دالقاعده سره دتړلو جنګيالو په ضد عملياتو کې مرسته کول دي.

منصور خبردارى ورکړى چې خارجي فشار به دافغان ستونزې په هواري کې مرسته ونۀ کړل شي بلکې ورسره به نورې ستونزې هم پيدا شي، که هر څو هغه دکوم هيواد نوم نۀ دى اخستى خو دافغانستان ګاونډي هيواد پاکستان، چرته چې دطالبانو غړو په شکمنه توګه پناه اخستې، په نزدې مياشتو کې په طالبانو فشار راوړى چې کابل کې دې دملي يو والي دحکومت جوړيدو لپاره افغان صدر اشرف غني سره دسولې خبرې اترې وکړي.

سږکال دجولا ئي په مياشت کې ١٤ کاله وروستو دطالبانو يو هيئت دافغان حکومت داستازو سره نيغ په نيغه ليدنه کړې وه چې ورسره دافغان جوړجاړي دعمل په اړه نوې هيلې پيدا شوې وې، خو په اسلام اباد کې ددغو خبرو اترو څخه وروستو معلومه شوه چې دطالبانو پخوانى مشر مُلا عمر دوه کاله دمخه مړ شوى چې ورسره دسولې دغه خبرې اترې هم وځنډيدې.

ددغه خبر مخې ته دراتللو څخه وروستو طالبانو کې داقتدار لپاره داخلي هڅې پيل شوې اؤ دملا عمر کورنۍ اؤ ځينو لوړپوړو طالب کمانډرانو دطالبانو دنوي مشر په توګه دملا منصور دټاکل کيدو مخالفت کړى ؤ، خو په ظاهري توګه دغه ستونزه وروستو له هغې هواره شوه چې دملا عمر کورنۍ تيره اوونۍ دملا منصور دوفادارۍ ژمنه وکړه، خو دنورو ډلو له لوري لږ ډير مزاحمت اوس هم شته.

دنهې په ورځ خپل پيغام کې ملا منصور دطالبانو صفونو کې داختلافونو په اړه اطلاعات ددښمن پروپيګنډه ګرځولې ده.

دا نۀ ده په ډاګه چې دملا منصور په قيادت کې اوس افغان طالبانو څومره متحد دي اؤ دا هم واضحه نۀ ده چې دطالبانو مخالفه ډلې چې پکې ځينو ددولت اسلاميه سره هم يوځايې شوى، دافغانستان په ځينو برخو کې څومره طاقتورې دي.

جولا ئي کې دمذاکراتو څخه راپديخوا داسلام اباد اؤ کابل ترمينځ اړيکې هم تاؤژنې دي، تيرو څو مياشتو کې افغانستان کې دتشدد پيښو کې داضافې وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دوه اړخيزه مرسته اودريدلې، افغانستان ددغو بريدونو پړه دحقاني نيټ ورک په جنګيالو اچوي، څوک چې په شکمنه توګه دپاکستان دخفيه ادارې ائي ايس ائي سره اړيکې لري، خو اسلام اباد دغه تورونه بې اساسه ګرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG