لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : بېلابيلو پېښو کې 15عسکر اؤ 28 وسله وال وژل شوي


بريد دنهې په سحر وختي په قوشتيپه اولسوالۍ کې رامينځته شوى دى.

د افغانستان په جوزجان او بلخ صوبو کې په دوؤ بېلابيلو پېښو کې د ملي اردو يا پوځ لس عسکر او د پوليس افسر په ګډون پينځه پوليس وژل شوي دي ، او په اورزګان صوبه کې د ملي او بهرنو پوځيانو په عملياتو کې ۲۸ وسله وال هم وژل شوي دي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي په جوزجان کې تېره شپه وسله والو د پوځ په يوه پوسته بريد کړی او د پوځ سرتيري يې په هدف کړي دي .
د جوزجان ولایت د پوليس مرستيال مشرعبدالحفيظ مطبوعاتو ته وئيلي دغه پېښه چې تېره شپه د قوش تپې په اولسوالۍ کې رامنځته شوې وسله والو د ملي اردو په يوه پوسته بريد کړی څلور سرتيري یې په لاسي بمونو او شپږ يې د تېښتې په حالت کې وژلي دي .
د نوموړي په وينا په ياده پوسته کې ټول ۱۴ پوځیان وو او په دويې کې يو د طالبانو ملګری ؤ او د هغه په صلاح دغه کار شوی دی ،
نوموړي وئيلي پېښه کې درې پوځیان په تېښته کې بريالي شوي دي .
راپورونه وايي طالبانو د دغې پېښې پړه په سر اخيستې ده .
بل لور ته د افغانستان په جنوبي ولایت بلخ کې د سړک غاړې ته دښخ يو بم په چاؤدنه کې د دولت اباد اولسوالي د پوليس مشر او هغه سره څلور نور پوليس وژل شوي دي .
د بلخ د پوليس چارواکو په وينا پوليس افسر حيات الله باندې دغه چاؤدنه نن د نهې په سحر د اولسوالۍ مرکز ته نزدې شوې ده ، چې پکې د پوليس افسر په ګډون پينځه پوليس وژل شوي او څو نور کسان هم ژوبل شوي دي .
راپورونه وايي په اورزګان کې د افغانستان ملي سرتيرو او بهرنو ځواکونو په ګډه عمليات کړي او ۲۸ وسله وال يې وژلي دي
په عین حال کې دافغان طالبانو نوي مشر ملا منصور دلويې اختر په مناسبت خپل يو جاري کړي پيغام کې وئيلي دي افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره ضروري ده چې ټول بهرني عسکر ددغه هيواد څخه اوځي، ملا منصور دا هم وئيلي دي چې دکابل دحکومت اؤ نورو هيوادونو ترمينځ دسلامتۍ اؤ امنيت په اړه موجود ټول تړونونه منسوخول پکار دي.

څو مياشتې دمخه دافغان حکومت اؤ استخباراتي ادارې له لوري دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر دمړينې داعلان څخه وروستو نۀ يواځې دا چې دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دسولې خبرې وځنډيدې بلکې دپلازمينې کابل په ګډون ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې ځانمرګي بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې هم اضافه راغله.

دتيرکال په اخره کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو دخپل ١٣ کلن مشن پاې ته درسولو اعلان کړى ؤ خواؤ ديو تړون لاندې افغانستان کې خواؤشا ١٢ؤ زره بهرني عسکر پاتې دي چې مقصد يې دافغان پوځ تربي اؤ دالقاعده سره دتړلو جنګيالو په ضد عملياتو کې مرسته کول دي.

XS
SM
MD
LG