لاس رسیدونکی لینک

د بډه بېرې د حملې نه پس د وزيراعظم په مشرۍ د قامي سلامتۍ غونډه


غونډه کې به په پوله د امنيت سره د ترهګرۍ په ضد د جوړې قامي تګ لارې په عملي کېدو هم بحث کيږي .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په اړه د لوړ پوړو حکومتي او پوځي چاراکو غونډه روانه ده ، چې پکې د بډه بېرې د حملې ، په دغې اړه افغانستان ته د ثبوتونو ورکولو او په ملک کې د امنيتي وضعې جائزه اخيستل کيږي .

د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ غونډه کې په ټول ملک کې د امنيت جاج اخيستل کيږي. او د بډه بېرې د حملې ترڅنګ به په دې هم بحث کولیی شي چې افغانستان سره په دغې اړه ثبوتونه شريک کړی شي .

د جمعې په ورځ د پېښور په بډه بېره سيمه کې د پاکستان د هوايي پوځ په کېمپ وسله وال بريد شوی ؤ چې د پوځ په وينا پکې ۲۹ پوځي عسکر او ۱۳حمله کوؤنکي وژل شوي وو .

د کالعدم تحريک طالبان پاکستان لخوا د بډه بېرې د حملې زمه واري قبوله کړې شوې وه ، او وروستو په دغه حمله کې د وژل شوؤ پينځه ؤ وسله والو پېژندګلو هم ښکاره کړی شوې وه ، چې پکې د دوؤ تعلق د سوات او درېو تعلق د خېبرايجنسۍ سره ښودل شوی ؤ .

خو پوځي وياند مېجرجنرال عاصم باجوه د جمعې په ماښام مطبوعاتو ته د دغې حملې په اړه د تفصيلاتو وړاندې کولو په مهال وئيلي ؤ چې د حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوې حمله کوؤنکي هم د هلته نه راغلي او د حملې په مهال ورسره هم د هلته نه رابطې کېدې ، نوموړي وئيلي ؤ مونږ د ثبوتونو په بنياد دغه خبره کوؤ.

خو د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه د پاکستان د پوځ دغه ادعا رد کړی شوې وه ، او په دغې اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، " د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه ادعاوې، چې وایي په پېښور کې د تېرې ورځې برید په افغانستان کې طرحه او کنټرول شوی دی، بې اساسه ګڼي او په سختو ټکو یې ردوي .افغانستان یو ځل بیا په خپل دریځ ټینګار کوي، چې هیڅ وخت یې اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي، چې له قلمرو څخه یې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي" .

د سرکاري ميډيا ترمخه غونډه کې به په پوله د امنيت سره د ترهګرۍ په ضد د جوړې قامي تګ لارې په عملي کېدو هم بحث کيږي .

د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې د دفاع وزير خواجه اصف، د خزانې وزيراسحاق ډار، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان، د پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف، ډي جي ائي اېس پي ار مېجرجنرال عاصم سليم باجوه، ډي جي ملټري اپرېشن مېجرجنرال عامر رياض، ډي جي ملټري انټيليجنس مېجرجنرال نديم ذکي ګډون کوي .

XS
SM
MD
LG