لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته به د بډه بېرې د حملې په اړه ثبوتونه ورکوؤ ، سرتاج عزيز


سر تاج عزيز وئيلي په ارمي پبلک سکول باندې شوې حمله هم په افغانستان کې پلان شوې وه .
سر تاج عزيز وئيلي په ارمي پبلک سکول باندې شوې حمله هم په افغانستان کې پلان شوې وه .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د قامي سلامتۍ او خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي د بډه بېرې د حملې په اړه به افغانستان ته ثبوتونه وړاندې کوؤ ، چې دغه حمله په افغانستان کې پلان شوې وه . بل لور ته افغانستان په کلکه دغه ادعاوې په سختۍ سره رد کړي چې د حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوې وه .

سرتاج عزيز د بډه بېرې د حملې په اړه چې افغانستان کې پلان شوې وه ، يو شخصي ټي وي سره خبرو کې وئيلي ، دا لمړی ځل نه دی چې دغه رنګ حمله وشوه ، په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م پېښور کې په ارمي پبلک سکول باندې د شوې حملې منصوبه هم په افغانستان کې جوړه شوې وه ، بيا چې کله د پوځ مشر کابل ته لاړو هغويې معلومات شريک کړی شو نو کابل ورته ډېر مثبت ځواب ووئيلو او هلته عمليات وکړی شو.

نوموړي ووئيل د تحريک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې موجود دي ، او د بډه بېرې حملې ثبوتونه دا دي چې د حملې په وخت د کابل نه ټيليفونونه راغلي او د هغې پلټنې هم رواني دي چې چا کړي دي اړيکې يې چا سره دي او چې دا هر څه معلوم شي افغانستان سره به شريکولی شي .

سرتاج عزيز ووئيل د مئ په مياشت کې چې وزيراعظم نوازشريف کابل ته تلی ؤ او افغان صدر اشرف غني سره يې ليدلي ؤ نو دواړو په شريکه دا کلکه ژمنه کړې وه ، چې خپله خپله خاوره به د يو بل ضد کارېدو ته نه پرېږدو .

خود نوموړي په وينا اندېښنې په خپل ځايې موجودې دي او د افغانستان لخوا دا تورونه لګي چي پاکستان کې ځينې تنظيمونه په افغانستان کې بريدونه کوي ، او په ورستيو کې په اتم اګست چې کابل سره نزدې حمله شوې وه نو بيا هم د افغانستان لخوا په پاکستان کې د حقاني نيټ ورک نوم اخيستل شوی ؤ چې دغه ډله پکې ککړه وه .

هغه زياته کړه په دغې اړه مونږ د افغانستان نه ثبوتونه وغوښتل خو هغه تش تورونه ؤ هيڅ ثبوت وړاندې نه کړی شو . هغه ووئيل پکار ده چې دواړه ملکونه د ترهګرۍ په ضد په ګډه کار اوکړي يو بل سره معلومات شريک کړي او خپله خاوره د يو بل په ضد کارېدو ته نه پرېږدي چې د دغه ډول بريدونو مخنيوی وشي .

د وزيراعظم صلاح کار ووئيل د افغانستان لخوا تل دغه ډول تورونه لګېدلي دي ، خو مونږ(پاکستان) په نيک نيتۍ د ټولو ترهګرو تنظيمونو په ضد عمليات پېل کړي ، او بغېر د څه د فرقه د ټولو په ضد عمليات دوام لري ، او په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو نېټ ورک تباه کړی شوی دی او هغويې اوس د دې جوګه نه دي پاتې چې د دلتې نه په افغانستان کې کارروايانې وکړي .

د جمعې په ورځ د پېښور په بډه بېره سيمه کې د پاکستان د هوايي پوځ په کېمپ وسله وال بريد شوی ؤ چې د پوځ په وينا پکې ۲۹ پوځي عسکر او ۱۳حمله کوؤنکي وژل شوي وو .

د کالعدم تحريک طالبان پاکستان لخوا د بډه بېرې د حملې زمه واري قبوله کړې شوې وه ، او وروستو په دغه حمله کې د وژل شوؤ پينځه ؤ وسله والو پېژندګلو هم ښکاره کړی شوې وه ، چې پکې د دوؤ تعلق د سوات او درېو تعلق د خېبرايجنسۍ سره وئيل شوی ؤ .​

خو پوځي وياند مېجرجنرال عاصم باجوه مطبوعاتو ته د دغې حملې په اړه د تفصيلاتو وړاندې کولو په مهال وئيلي ؤ چې د حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوې حمله کوؤنکي هم د هلته نه راغلي او د حملې په مهال ورسره هم د هلته رابطې کېدې ، نوموړي وئيلي مونږ د ثبوتونو په بنياد دغه خبره کوؤ.

خو د افغانستان د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه د پاکستان د پوځ دغه ادعا رد کړی شوې وه ، او په دغې اړه جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ ، " د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه ادعاوې، چې وایي په پېښور کې د تېرې ورځې برید په افغانستان کې طرحه او کنټرول شوی دی، بې اساسه ګڼي او په سختو ټکو یې ردوي .افغانستان یو ځل بیا په خپل دریځ ټینګار کوي، چې هیڅ وخت یې اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي، چې له قلمرو څخه یې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي" .

په دغه بيان کې د پاکستان نه دا غوښتنه هم شوې وه چې د افغانستان سره په ګډه د ټولو ترهګرو په ضد بې د څه فرقه عمليات وکړی شي چې په افغانستان، پاکستان او سيمه کې امن په ځايې شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG