لاس رسیدونکی لینک

افغانستان د بډه بېرې د بريد په اړه د پاکستان دعوه رد کړې


" افغانستان هيڅکله کومې ډلې او نه کوم کس ته اجازه ورکړې چې له خاورې يې د بل کوم هېواد په وړاندې ګټې پورته کړي او يا په راتلونکې کې دغه رنګ وشي" .

د افغانستان صدارتي ماڼۍ وئيلي ، دويې په سختۍ سره د پاکستان د پوځ هغه ادعا ردوي او بې بنياده يې بلي چې پکې وئيل شوي پېښور کې د جمعې په ورځ شوی بريد په افغانستان کې پلان شوی ؤ .

د افغانستان د صدارتي ماڼۍ د وياند مرستيال سيد ظفر هاشمي وايس اف امريکا ته وئيلي چې د افغانستان حکومت نه کله چاته اجازه ورکړې او نه به ورکړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد په ضد وکاروي .

د جمعې په ورځ پېښور کې د پاکستان د فضائي په يو کېمپ وسله وال بريد شوی چې پکې ۲۹ عسکر او ۱۳ حمله کوؤنکي هم وژل شوي وو .

پښور کې د فضائي په کېمپ د بريد زمه واري کالعدم تحريک پاکستان قبوله کړې وه ، او بيا د جمعې په ماښام د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه وئيلي ؤ ، د دغه بريد منصوبه په افغانستان کې جوړه شوې حمله کوؤنکي د هلته نه راغلي او د حملې په وخت ورته هم د هلته نه هدايات مېلاوېدل . نوموړي وئيلي دويې د دغې ادعا په اړه کره ثبوتونه لري .

خو د افغانستان د صدارتي وياند مرستيال ظفر هاشمي وايس اف امريکا سره په خبرو کې دغه ادعا په سختۍ سره رد کړې ده .

د ظفرهاشمي په وينا " افغانستان هيڅکله کومې ډلې او نه کوم کس ته اجازه ورکړې چې له خاورې يې د بل کوم هېواد په وړاندې ګټې پورته کړي او يا په راتلونکې کې دغه رنګ وشي" .

بل لور ته د صدارتي ماڼۍ لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې افغانستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دی او د پېښور پېښه کې د وژل شوؤ سره يې د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه .

د صدارتي ماڼۍ په اعلاميه کې وئيل شوي چې ترهګري د انسانيت دښمنه ده او سيمه او په خصوصي توګه افغانستان او پاکستان بايد په رښتونې توګه د ترهګره په ضد مبارزه وکړي .

XS
SM
MD
LG