لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بډه بېرې حمله افغانستان کې پلان شوې اوحمله کوؤنکي هم دهلته نه راغلي، عاصم باجوه


پوځي وياند وئيلي دا ادعا په مفروضو نه ده بلکې دويې په دغې اړه ثبوتونه لري او د هغې په بنياد دغه خبره کوي چې حمله په افغانستان پلان شوې ده .
پوځي وياند وئيلي دا ادعا په مفروضو نه ده بلکې دويې په دغې اړه ثبوتونه لري او د هغې په بنياد دغه خبره کوي چې حمله په افغانستان پلان شوې ده .

د پاکستان د پوځ وياند وئيلي چې د جمعې په ورځ د پېښور په بډه بېره سيمه کې د فضائي په کېمپ د شوې حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوې او حمله کوؤنکو ته د حملې په مهال هم د هلته نه د کاررويۍ هدايات ورکړی کېدل .

د جمعې په سحر وسله والو د پېښور په بډه بېره سيمه کې د فضائي په کېمپ حمله کړې وه ، چې په نتيجه کې يې د يو کپټن افسر په ګډون ۲۹ عسکر وژل شوي ووچې د زياترو تعلق پکې د هوايي ځواک سره ؤ، او د امنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې ۱۳ حمله کوؤنکي هم وژل شوي وو.

د کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده .

د جمعې په ماښام پېښور کې مطبوعاتي غونډې ته په وينا کې د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه وئيلي ؤ چې د دغه حملې په اړه د ابتدايي استخباراتي معلوماتو نه څرګند شوې ده چې د حملې منصوبه بندي په افغانستان کې شوې وه .

" دغه خلک د افغانستان نه راغلي وو دا عمليات په افغانستان کې پلان شوي د هلته نه عملي شوې او حمله هم د هلته نه کنټرول کېده ، د دې مخکې نورې څه اړيکي دي استخبارات په دې کار کوي په هغې اوس نور څه وئيل نه غواړم".

نوموړي ووئيل دا ادعا په مفروضو نه ده بلکې دويې په دغې اړه ثبوتونه لري او د هغې په بنياد دغه خبره کوي .

" زمونږ په ګاونډي ملک کې چې پټاخه هم ډزېږي نو پاکستان پله اشارې شورو کيږي او زمونږ نوم اخيستلی شي او مونږ چې څه وايو د ثبوتونو په اساس يې وايو مونږ رابطې معلومې کړي ، خبرې مو اورېدلي او په تکنيکي توګه د جائزې اخيستو نه پس دا خبره کوؤ".

خو عاصم باجوه ووئيل د دې دا مطلب کله هم نه دی چې په دې کار کې د افغانستان حکومت يا د هغوي کومه اداره ککړه کېدی شي .

د پاکستان پوځي وياند دغه خبره په داسې مهال کړې ده چې تېره مياشت په کابل کې پرله پسې ترهګريز بريدونه شوي ؤ او بيا د افغان چارواکو لخوا داسې بيانونه مخې ته راغلي وو چې دغه وسله وال د پاکستان خاوره کاروي ، او اوس هم هلته د ترهګرو ځالې فعاله دي . د افغان چارواکو لخوا وئيل شوي ؤ چې په کابل کې ترسره شوؤ حملو ته د پاکستان ملاتړ حاصل دی .

پاکستان د افغانستان لخوا لګېدلي تورونه رد کړي او د هغې نه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د افغانستان په بدامنۍ د اندېښنې څرګندولو سره د دواړو هېوادونو رشتې ته د وينې تاريخې رشته وئيلې وه ، او زياته کړې يې وه پاکستان په افغانستان کې د امنيت په ځايې کولو کې پوره هڅې کړي خو ځينې امن دښمن قوتونه دغو هڅو ته زيان رسوي .

افغانستان کې د بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو نه پس د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې وې .

نزدې لس وړاندې د پاکستان وزيراعظم د قامي سلامتۍ او خارجه امورو صلاح کار سرتاج هم وئيلي ؤ په افغانستان کې د سولې د خبرو بيرته بحالولو هڅې کوؤ او زياته کړې يې وه په افغانستان کې د امن راتلو سره به د دواړو هېوادونو اړيکې بيرته ښې شي .

د افغانستان لخوا وړاندې هم داسې تورونه لگېدلي چې پاکستان په خپله خاوره هغه وسله والي ډلې ساتي کومې چې د پولې نه د افغانستان لوري ته اوړي او هلته ترهګر بريدونه کوي .

خو پاکستان تېر کال د ضرب عضب اپرېشن نه پس په کلکه سره وايي چې د ټولو وسله والو ډلو په ضد بې د څه فرقه يو رنګ عمليات کوي .

که څه هم د بډه بېرې په بريد کې د پوځي وياند لخوا د افغانستان د حکومت او کومې ادارې نوم نه دی اخيستل شوی خو د افغانستان د خاورې کارېدو وئيل شوي ، څيړونکي وايي د دواړو هېوادونو اړيکې چې په ورستيو کې ترينګلې شوي دغه بيان د دواړو هېوادونو په تعلقاتو نور سوالونه راپورته کولی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG