لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چلي کې د ۸.۳ شدت زلزلې راتلو نه پس د سونامۍ خبرداری


د بحرالکاحل د سونامۍ د خبرداري مرکز وئيلي چې د چلي په ساحلي سيمو کې د معمول د حساب نه درې ميټره لوړ سمندري لهرونه پورته کېدی شي .
د بحرالکاحل د سونامۍ د خبرداري مرکز وئيلي چې د چلي په ساحلي سيمو کې د معمول د حساب نه درې ميټره لوړ سمندري لهرونه پورته کېدی شي .

په چلي کې د ۸.۳ زور د زلزلې راتلو نه پس د سونامۍ راتلو خبردار جاري کړی شوی او چارواکو په ساحلي سيمو ابادو خلکو ته د علاقو پرېښودو وئيلي دي ، چې وروستو نزدې ۱۰ لاکه خلکو د علاقې پرېښودو او محفوظو سيمو پله مخه کړې ده .

د بحرالکاحل د سونامۍ د خبرداري مرکز وئيلي چې د چلي په ساحلي سيمو کې د معمول د حساب نه درې ميټره لوړ سمندري لهرونه پورته کېدی شي .

او دغه ډول لهرونه په سويل کې انټارکټيکا او لوئيديز کې د ملائيشيا پورې علاقو کې پورته کېدی شي .

د امريکې د قومي محکمه موسميات بحرالکاحل کې د هوايي رياست دپاره هم د سونامۍ خبرداری جاري کړی دی .

د شورو په ورځ د راتلونکې زلزلې مرکز د پلازمينې سانتياګو په شمال کې ۵۰۰ کلوميټره لرې ؤ ، خو جهټکې يا زور يې د براعظم په بل سر کې د واقع بيونس ائرس پورې محسوس کړی شوی دی .

د چلي صدر مشيل پاچليټ په ټي وي باندې وينا کې د لږ تر لږه درې کسانو د وژنې پخلی کړی دی ، او وئيلي يي دي چې يو ځل دغه ملک د زورور قدرتي افت ښکار دی .

د زلزلې د مرکز سره نزدې ساحلي ښار الاپل ميئر د يو کس د مړينې وئيلي دي ، او په ټوله علاقه کې د بجلۍ نظام معطل شوی دی .

په ځيني ساحلي سيمو کې د سېلاب راتلو خبرونه مخې ته راغلي او د سمندر نه کشتۍ ساحل پله روانې شوې دي ، او د ساحلي سيمو نه خلک اوچتو علاقو پله روان شوي دي .

د امريکې د محکمه خارجه وياند جان کربي په ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي چې په وخت د ضرورت امريکا تياره ولاړه ده ، او د نوموړي په وينا امريکا د چلي سره ده .

په کال ۲۰۱۰م کې په چلي کې د ۸.۸ شدت زلزله راغلې وه ، چې پکې د پينځه سوؤ نه زيات کسان مړه او د دوه سوؤ نه زيات کورونه تباه شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG