لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران سره د جوهري تړون خبرې مخ په وړاندې روانې دي، امريکايي چارواکي


د جولائۍ په مياشت کې امريکې، برطانيې، چين، روس، فرانس او جرمني ايران سره يو تړون کړی ؤ ،
د جولائۍ په مياشت کې امريکې، برطانيې، چين، روس، فرانس او جرمني ايران سره يو تړون کړی ؤ ،

د امريکې د مرستيال صدرجوبائيډن د قامي سلامتۍ صلاح کار وئيلي چې د مخالفينو لخوا د ايران د جوهري تړون د بدنامولو د هڅو باوجود امريکا تړون پله مخ په وړاندې روانه ده .

وايس اف امريکا سره خبرو کې کولن کال وئيلي ، چې " مونږ د تړون عملې کېدو پله روان يو، او که ايران د خپلې غاړې په دې عمل اوکړي او مونږ پرې د خپلې خوا نه ، نو زما په خيال چې کله د دې نيجې مخې ته راشي ټول به يې وويني".

په کانګرس کې ريپبلکنز د دغه تړون سخت مخالفت کړی وو .

د جولائۍ په مياشت کې امريکې، برطانيې، چين، روس، فرانس او جرمني ايران سره يو تړون کړی ؤ ، د کوم لاندې چې به ايران جوهري پروګرام محدودوي (راټولوي) او په ايران لګېدلې بنديزونو کې به نرمي کولی شي .

کولن وئيلي چې اوس خو لا د نوي صدر په جوړېدو کې د يو نيم کال پورې موده پاتې ده په دې موده کې به په ډاګه شي چې فريقېن په تړون د کوم ځايې پورې عمل کوي .

" د دې نه به اعتماد زيات شي او په تړون چې څومره اعتماد زياتيږي دومره به دا په سياسي توګه هم مظبوط شي".

د جوهري تړون په ترڅ کې د ايران نه د پورته کېدونکو بنديزونو په اړه نوموړي ووئيل ، دا هغه بندېزونه دي کوم چې په ايران د جوهري هلوځلو له کبله لګؤل شوي وو .

" خو تر کومې پورې چې د نورو بندېزونو تعلق دی کوم چې د بشري حقونو د سرغړونو او ترهګرۍ سره اړونده دي هغه به په خپل ځايې برقراري وي".

بل لور ته د جوهري توانايۍ د څارنې د ادارې (ائي ای اي ای) مشر يوکيا امانو هم په روانه اوونۍ کې د ايران دوره کوي او د ايران د چارواکو سره به د جوهري تړون د عملي کېدو په اړه خبرې اترې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG