لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پېښور ريجن د نيشنل ټي ټيونټي کرکټ فائنل په دويم ځل وگټو


کراچۍ بلوز په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په اته وکټو ، ۱۷۷ رنزونه جوړ کړي او پېښور ريجن ته يې د ۱۷۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ ،
کراچۍ بلوز په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په اته وکټو ، ۱۷۷ رنزونه جوړ کړي او پېښور ريجن ته يې د ۱۷۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ ،

د پاکستان په قومي سطح د کرکټ د قومي ټي ټيونټي ټورنامنټ فائنل مېچ د پېښور ريجن ټيم وګټو، او د کراچۍ ټيم ته يې ماتې ورکړه .

د پنجاب صوبې په راولپنډۍ کرکټ سټيډيم کې د ترسره شوي نيشنل ټي ټيونټي فائنل مېچ ټاس د پېښور ريجن کپتان زوهيب خان ګټلی او د کراچۍ بلوز ټيم ته يې لمړی بيټنګ ورکړی ؤ .

کراچۍ بلوز په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په اته وکټو ، ۱۷۷ رنزونه جوړ کړي او پېښور ريجن ته يې د ۱۷۸ رنزونو هدف ورکړی ؤ ، کپتان سرفراز احمد ۴۷، خرم منظور۴۱ او شاهد افريدي ۱۵ رنزونه جوړ کړي وو .

د پېښور ريجن لخوا عمران جونيئر درې، عمران سينئر دوه او کپتان زوهېب دوه وکټې ترلاسه کړې وې .

د پېښور ريجن لخوا په ځوابي بيټنګ کې وکټ کيپر رضوان په ۳۴ بالونو ۵۸ رنزونه، افتخار په ۴۰ بالونو ۴۰ رنزونه او اوپنر رفعت الله مومند په ۲۳ بالونو ۴۳ رنزونه جوړ کړل او د فائنل په ګټه کې يې مهم کردار ادا کړو .

د کراچۍ بلوز لخوا انورعلي، عبدالامير او شاهدافريدي يو يو وکټ واخيستو.

د پېښور بلوز کپتان زوهېب خان وئيلي ډېر خوشحاله دي چې په دويم ځل يې د نيشنل ټي ټيونټي فائنل وګټو او ځان يې غوره ټيم ثابت کړو . د کراچۍ بلوز کپتان او د پاکستان د قومي کرکټ ټيم وکټ کيپر سرفراز احمد هم د پېښور د کرکټ د کارکردګۍ ستائنه وکړه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG