لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير: ضمني انتخابات د پيپلزپارټۍ اتحاد وګټل ، غېرسرکاري نتيجه


د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د پيپلزپارټۍ کانديد ثناالله ۲۱۸۵۰ ووټونه او د جماعت اسلامي اعظم خان ۱۶۱۲۰ووټونه اخيستي دي .
د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د پيپلزپارټۍ کانديد ثناالله ۲۱۸۵۰ ووټونه او د جماعت اسلامي اعظم خان ۱۶۱۲۰ووټونه اخيستي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په بره دير ضلع کې د صوبايي اسمبلۍ په حلقه پي کی ۹۳ باندې په ضمني انتخاباتو کې د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د پيپلزپارټۍ اتحاد د جماعت اسلامي اتحاد ته ماتې ورکړه ، او په دغه حلقه کې ۴۵ کاله وروستو ښځو په ووټونو اچولو کې برخه واخيسته .

د بره دير په پي کی ۹۳ حلقه باندې په ضمني انتخاباتو کې د پيپلزپارټۍ کانديد صاحبزاده ثناالله او د جماعت اسلامي کانديد ملک اعظم خان ؤ ، د پيپلزپارټۍ اتحادي ګوندونه عوامي نيشنل پارټي، جمعيت علمااسلام(ف) او مسلم ليګ (ن) ؤ ، او د جماعت اسلامي په اتحاد کې د صوبايي حکومت واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف او قومي وطن پارټي وه .

د غېرسرکاري نتيجو ترمخه د پيپلزپارټۍ کانديد ثناالله ۲۱۸۵۰ ووټونه او د جماعت اسلامي اعظم خان ۱۶۱۲۰ووټونه اخيستي دي .

د بره دير په پي کی ۹۳ حلقه باندې ۴۵ کاله پس ښځې د کورونو نه راوتي او رائې يې کارولي دي ، او راپورونه وايي د ووټونو ټرن اؤټ نزدې ۳۴ فيصده ريکارډ شوی دی .

د بره دير په دغه حلقه چې تل جماعت اسلامي کاميابي ترلاسه کړې ، په عامو انتخاباتو کې پرې د جماعت اسلامي مشرسراج الحق کامياب شوی او د هغه د سېنېټر جوړېدو نه پس پرې په ضمني انتخاباتو کې هم د جماعت اسلامي ملک بهرام خان کاميابي ترلاسه کړې وه ، خو د هغه د جعلي ډګرۍ په کېس کې د نااهلۍ نه پس دغه سيټ خالي شوی ؤ .

په پي کی ۹۳ باندې د نهې په سحر د پولنګ عمل روان شوی او د ماښام پينځه ؤ بجو پورې بغېر د څه وقفې نه روان ؤ . په دغه حلقه کې ټول رجسټرډ ووټران يو لاکه ۴۸زره ؤ ، او د ووټونو دپاره ۱۲۰ پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوې وې . او د پولينګ په مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوی ؤ .

خو د راپورونو ترمخه بيا هم په ځينې ځايونو کې د مخالفو ډلو د پلويانو ترمينځ نښتې شوي دي ، ولې د بدامنۍ کومه غټه پېښه مخې ته نه ده راغلې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG