لاس رسیدونکی لینک

په کوئټه کې د پښتو ژبې درې ورځنی نړيوال سيمينار


سيمينار کې د پښتو ژبې د ستونزو او د هغې د هواري په اړه ګټورې مقالې وړاندې شوې او بحثونه وشو ځکه دا کامياب سيمينار ؤ .

د پاکستان بلوچستان صوبې په سر ښار کوئټه کې د کوئټې پښتو اکېډمۍ د سېوري لاندې راجوړ شوی د پښتو درې ورځنی نړيوال سيمينار چې د ګل په ورځ پايې ته ورسېد ، د سيمينار د جوړؤنکو په وينا په سيمينار کې د پښتو ژبې د ستونزو او د هغې د هواري په اړه ګټورې مقالې وړاندې شوې او بحثونه وشو ځکه دا کامياب سيمينار ؤ .

د کوئټې پښتو اکېډمۍ د سېورې لاندې د پښتو درې ورځنی نړيوال سيمينار چې عنوان ورته ورکړی شوی ؤ ، (پښتو ژبه او جهانيت، ستونزې او امکانات) دغه سيمينارپه څلورو برخو يا موضوعاتو باندې مشتمل ؤ ، اوله برخه : د پښتو ادب عصري غوښتنې، دويمه: پښتو ژبه او ميډيا، درېمه: د پښتو ژبې املائي ستونزې او څلورمه موضوع يې د پښتو ژبې په تعليمي ستونزو مقالې وې .

د سيمينار د راجوړؤنکو د جملې څخه يو ډاکټر لياقت تابان وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، په نهه نشتونو باندې مشتمل سيمينار کې ۳۶ مقاله نګارو په موضوعاتو باندې ښې ګټورې مقالې واورولې .

نوموړي ووئيل " په دغې سيمينار کې مونږ هڅه کړې وه چې د دنيا د ګوټ ګوټ څخه پښتانه رااوبلو، او په سيمينار کې د ټولې پښتونخوا په او پاکستان د ټولو پښتنو برخو سره د کراچۍ په ګډون د کېنېډا، جرمني، لندن او افغانستان څخه ليکوالو اديبانو شاعرانو برخه واخيسته".

لياقت تابان د دغه سيمينار د کاميابو په اړه ووئيل ، انتظامات يې ډېر ښه ؤ ، په نهه نشتونو کې په ۳۵۰ چوکو کې خالي چوکۍ نه ده پاتې شوې، سيمينار کې ليکوال د مشرانو په چوکو ناست ؤ ، د چا سياسي اغېزې پرې نه وې، مقاله نګارو د موضوعاتو سره انصاف کړی، د ملټي ميډيا د لارې په لمړي ځل د لندن او نورو ځايونو نه ليکوالو په سيمينار کې ګډون، په غټه شمېره کې د ښځو شرکت او د ټولنيزو رسنيو د لارې د سيمينار تشهير وشو او په نړيواله کچه خلکو د دې ستائينه وکړه .

هغه زياته کړه په دغه سيمينار کې ټول ۱۵ قراردادونه وړاندې کړی شو چې مهمې خبرې پکې په دې ډول دي ،

" اول: پښتانه امن پسند دي ترهګر نه دي او په پښتنه سيمه چې کومه ترهګري تپل شوې او دلته خارجي او ځايي ترهګر موجود دي هغه دې د دې سيمې وشړل شي او په دې سيمه کې دې امن په ځايې شي .
دويم: هرکال دې ۲۳م ستمبرپه ټوله نړۍ کې د پښتون کلتورې ورځې (پښتون کلچر ډی) په توګه ونمانځل شي .
درېم: بايد د پښتو يو داسې ويب سائټ جوړ شي چې ټول خلک ترې ګټې پورته کړي او دهغې دپاره کميټي جوړه شوه .
څلورم: په لروبر کې دې په هر سکول کې پښتو ژبه لازمي وگرځول شي .
پينځم: د پښتو موسيقي د حالاتو له کبله شاته پاتې ده او مالي مشکلاتو سره مخ ده ، ځکه ټول حکومتونه دې پښتنو هنرمندانو ته په ريډيو او ټي وي کې مستقل نوکرۍ ورکړي چې دويې دخېټې د غمه خلاص شي اوخپل فن ته وده ورکړي" .

د پښتو اکېډمۍ کوئټې سيمينار کې چې د افغانستان د ننګرهار پښتون استاز لال باچا ازمون ګډون درلود ، ډيوه ريډيو سره خبرو کې يې د دغه سيمينار د ستائنې کولو سره ووئيل ډېر ګټور بحثونه پکې وشو نوې تحيقيقونه پکې واورل شو او ګډون والو د نورو غونډو په پرتله ډېر په شوق ګډون اوکړو .

نوموړي ووئيل که د پښتو دغه ډول سيمينارونه جوړ شي، نو د پښتو ژبې د ليکدود، معياري توب ، تعليم، پوهې او زده کړې په برخه کې موجودې ستونزې به هواره شي ، ځکه چې پوهان پکې بحثونه اوکړي او د مسلو د حل لارې پکې ولټوي .

د ډاکټرلياقت تابان په وينا سيمينار کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزۍ وينا اوکړه او نور ټول وينا کوؤنکي اديبان، ليکوالان، شاعران او دانشوران ؤ .

هغه ووئيل د سيمينار ټول خرڅ د کوئټې پښتو اکېډمۍ د خپل کاليز بجټ نه پوره کړی چا يې مرسته نه ده کړې ، البته د بلوچستان د اطلاعاتو وزرات يې ملمستيا کړې او وزيراعلی ورته د ۲۰لکو روپو ورکولو اعلان کړی دی .

نوموړي زياته کړه په دغه سيمينار کې د مقالو سره د موسيقۍ او کلتوري اتڼو دپاره هم برخې ځانګړې شوې وې .

د سيمينار منتظيمين : د پښتواکېډمۍ کوئټې صدر سيد خېرمحمد عارف، جنرل سيکرټري ډاکټر عبدالرؤف رفيقي، ډاکټر لياقت تابان، ډاکټر نصيب الله سيماب، خليل باور او دروېش دُرانی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG