لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: فضايي عملياتو کې ۱۷ وسله وال او يو بريد کې دوه عسکر وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې پوځ تېر کال د وسله والو جنګيالو خلاف د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او چارواکي وايي د ضرب عضب د ۹۰ فيصده نه زيات اهداف يې حاصل کړي دي .
په شمالي وزيرستان کې پوځ تېر کال د وسله والو جنګيالو خلاف د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او چارواکي وايي د ضرب عضب د ۹۰ فيصده نه زيات اهداف يې حاصل کړي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جنګي الوتکو د لارې د وسله والو پټې ځالې په هدف کړي چې پکې د ۱۷ وسله والو د وژنې خبرونه مخې ته راغلي دي .

د ځايي ميډيا ترمخه پوځ د اتوار په ورځ د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله د شوال تحصيل په زويې او ګوربز سيمو کې فضايي عمليات کړي او ۱۷ وسله وال يې وژلي دي .

راپورونه وايي عملياتو کې څو جنګيالي ژوبل شوي او څلور ځالې يې تباه کړی شوي دي .

بل لور ته د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ لخوا وايي چي د شمالي وزيرستان په عملياتو کې ۱۵ جنګيالي وژل شوي او اووه ځالې يې تباه کړی شوي دي .

د سرچينو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې وسله والو دوه پوځي عسکر په داسې مهال په هدف کړي چې هغويې اوبه راوړې .

او په شوال تحصيل کې د خالي په شپه د پوځ او وسله والو ترمينځ انښتې پېل شوي چې د اتوار د ورځې ناوختې پورې روانې وې ، او د دواړو خواؤ نه د مرګ ژوبلو ادعاوې کيږي .

خو سيمې ته د ميډيا د رسائۍ نه کېدو په وجه د ازادو زريعو لخوا په سيمه کې د عملياتو کره معلومات مخې ته نه راځي .

په شمالي وزيرستان کې پوځ تېر کال د وسله والو جنګيالو خلاف د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او چارواکي وايي د ضرب عضب د ۹۰ فيصده نه زيات اهداف يې حاصل کړي دي .​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG