لاس رسیدونکی لینک

ملتان: بمي چاؤدنه کې ۱۰ کسان وژل شوي، په درځنونو ژوبل


پېښه کې ژوبل کسان د ملتان نشتر روغتون ته وړل شوي چې پکې د څو کسانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل کيږي .

د پاکستان پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د اتوار په ماښام يوه بمي چاؤدنه شوې چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي او د ۵۷ پورې نور ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا دغه پېښه د ملتان په وهاړي چوک کې رامنځته شوې ، او د امدادي ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ يو چارواکي ډاکټر کليم مطبوعاتو سره خبرو کې پخلی کړی چې د چاؤدنې په نتيجه کې ۱۰ کسان وژل شوي او د ۵۷ پورې نور ژوبل شوي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د ملتان نشتر روغتون ته وړل شوي چې پکې د څو کسانو روغتيايي حالت مرګونی ښودل کيږي .

د ملتان د پوليس مشر اظهراکرم وئيلي داسې ښکاري چې چاؤدېدونکي بارودي مواد په يوه رکشه کې اېښودل شوي ؤ ، او د رکشې او موټرسائيکل سره د ټکر په ترڅ کې چاؤدنه شوې ده .

چارواکي وايي دويې پلټنې پېل کړي چې د چاؤدنې اصل نوعيت معلوم کړی شي ، ځکه چې د هغويې په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې يو رکشه او موټرسائيکل په مکمله توګه تباه شوي او په ځايې ولاړ څو نورو ګاډو ته هم زيان اوختی دی .

له دې وړاندې داسې راپورونه مخې ته راغلي ؤ چې دغه چاؤدنه د سلېنډر ډزېدو په نتيجه کې شوې ده خو وروستو پوليس ووئيل چې چاپېره په ګاډو چرې لګېدلي ځکه دا د بارودي موادو چاؤدنه ده .

وزيراعظم نوازشريف د چاؤدنې غندنه کړې او پېښه کې د وژل شوؤ سره يې د خواخوږۍ اظهار کړی دی ، نوموړي د ژوبلو د غوره درملنې احکامات هم جاري کړي دي .

XS
SM
MD
LG