لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يورپ په مختلفو ملکونو کې د مهاجرينو په حق کې لاريونونه شوي


Husufin Rana a Amurka
Husufin Rana a Amurka

د يورپ په مختلفو ملکونو کې په زرګونو کسانو د مهاجرينو په ملاتړ کې لاريونونه ويستي دي . منځني لندن کې په زرګونو کسانو د مهاجرينو په اړه د برطانيي د حکومت د دريز په ضد مظاهره کړې چې پکې د بشري حقونو دپاره کارکوؤنکو، سياست مدارو او هنرمندانو ګډون کړی دی .

د برطاني وزيراعظم ډيوډکېمرون وئيلي ؤ چې برطانيه به په پينځه ؤ کالو کې ۲۰زره مهاجرينو ته ځايې ورکوي .

راپورونه وايي مظاهرچيانو په لاسونو کې بېنرې او پلی کارډونه پورته کړي چې پرې نعرې ليکل شوې وې ، " پولې دې پرانستې شي" ، " مهاجرين دې دننه او ټوريزدې باهر" د ټوريز نه مطلب د وزيراعظم د ډلې غړي دي .

په روان کال کې تراوسه پورې نزدې پينځه لاکه مهاجرين په برطانيه او يورپ په نورو ملکونو کې د پناه اخيستو په لټه کې دي .

د منځني ختيز او افريقې نه د جنګونو او نورو وسله والو عملياتو له امله په تېښته خلکو د يورپ مخه کړې ده او په ورستيو کې په دغه لړۍ کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

د ډنمارک په پلازمينه کوپن هيګن کې خواؤشا ۳۰زره کسانو د مهاجرينو په ملاتړ کې په لاريون کې ګډون کړی دی . سويډن کې هم ۱۰۰۰ کسانو يوه غونډه کړې او مهاجرينو ته په هرکلي وئيلو يې د حکومت پاليسي ستائيلې ده .

خو د پولېنډ په وارسا ښار کې په زرګونو کسانو د مهاجرينو په ضد مظاهره کړې ده . د پولېنډ حکومت د يورپي يونين لخوا د مهاجرينو دپاره د ټاکلې کوټې مخالفت کړی دی .

د راپورونو ترمخه مظاهره چيانو د تُندلارې ډلې داعش په ضد نعرې وهلي ، او د پولينډ په يوه برخه کې په زرګونو کسانو بيا د مهاجرينو په حق کې هم لاريون راويستی ؤ .

هلته د هنګري لخوا په خپله پوله د باړ يا ازغن تار لګولو او پوځ تعنيات کولو او مهاجرينو بندولوپه دغه ګام د اسټريا چانسلر وارنرفېمن سختې نيوکې کړي او د هنګري دغه سلوک يې د نازي دور د اقدام او سلوک سره مترادف بللی دی .

د هنګري خارجه وزير پيټرسيارتو د فېمن بيان ته په غبرګون کې وئيلي ، دا د يويشتمې صدۍ د کوم نومولي سياستدان سره سمون نه خوري .

هنګري په پوډاپسټ کې د اسټريا سفير راغوښتی او د چانسلر په بيان يې ورته خپل تحفظات وړاندې کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG