لاس رسیدونکی لینک

د حرم شريف کرېن غورځېدو پېښه کې شپږ پاکستاني، يو افغان هم مړ شوی


حرم شريف کې دغه د کرېن غورځېدو پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې د حج په مراسمو ادا کولو کې يواځې څو ورځې پاتې دي ،

د سعودي عرب په مکه مکرمه ښار کې د حرم شريف په جمات کې د کرېن غورځېدو په پېښه کې شپږ پاکستاني او يو افغان هم مړ شوی دی . د سعودي عرب د چارواکو په وينا د جمعې په ماښام حرم شريف کې د کرېن غورځېدو پېښه کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او د ۲۳۸ ژوبل شوي وو .

د پاکستان د خارجه وزارت لخوا نن د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې په سعودي عرب کې د پاکستان سفير منظورالحق او نور چارواکي تېره شپه د مکې مرده خانې ته ورغلي او د مړه شوؤ پاکستانيانو پېژندګلو يې کړې ده ، خو په دغې اړه نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی .

او افغان چارواکو وئيلي په دغه پېښه کې يو افغان هم مړ شوی دی .

ځيني مطبوعاتي راپورونه وايي لس پاکستاني تراوسه بې درکه دي .

د خارجه دفتر په بيان کې وئيل شوي پېښه کې ۴۷ پاکستانيان ژوبل شوي وو چې پکې اوس هم ۲۶ لا په روغتونو کې داخل دي درملنه يې روانه ده .

راپورونه وايي پېښه کې په مړه شوؤ کسانو کې د نورو تعلق د هند، ايران، مصر او انډونيشيا سره دی .

​حرم شريف کې دغه د کرېن غورځېدو پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې د حج په مراسمو ادا کولو کې يواځې څو ورځې پاتې دي ، او د سعودي عرب د ميډيا ترمخه د جمعې د ورځې پورې د ګردې نړۍ نه د اته لاکه پورې خلک د حج ادا کولو دپاره رارسېدلي وو .

راپورونه وايي تېر کال د دوه ملينه پورې خلک د ګردې نړۍ نه د حج ادا کولو دپاره سعودي عرب ته راغلي وو .

د خالي په ورځ د سعودي عرب باچا سلمان بن عبدالعزيز حرم شريف ته د کرېن غورځېدو د پېښې موقعې له ورغلی او وروستويې په روغتونونو کې د ژوبلو کسانو سره هم ليدلي دي .

د سعودي د سول ډيفنس ادارې مشر سليمان الامر وئيلي تېزه سيلۍ د کرېن غورځېدو سبب ؤ . او د مکې مکرمې ګورنر خالد الفېصل د پېښې د پلټنې امر کړی دی .

د سعودي عرب چارواکو وئيلي د پېښې نه پس به هم د حج مراسم د خپل معمول مطابق ترسره کيږي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري سعودي عرب کې په رامنځته شوې پېښه د سعودي عرب او ګردې نړۍ د مسلمانانو سره د غمرازۍ اظهار کړی دی . او يو شمېر نورو نړيوالو مشرانو هم په دغه پېښه خواخوږي څرګنده کړې ده .

XS
SM
MD
LG