لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د سولې خبرو بيرته بحالولو هڅې کوؤ ، سرتاج عزيز


سرتاج عزيز وايي د پاکستان او افغانستان تعلقات خرابېدل، د دې غټه وجه د افغانستان دننه د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دي .
سرتاج عزيز وايي د پاکستان او افغانستان تعلقات خرابېدل، د دې غټه وجه د افغانستان دننه د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د قامي سلامتۍ او بهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز وايي په افغانستان کې د سولې د خبرو بيرته بحالولو هڅې کوؤ ، هغه وايي پاکستان سره د افغانستان اړيکې هلته (افغانستان) د بدامنۍ د پېښو زياتېدو سره ترينګلې شوي ، او دويې هيله مند دي چې د سولې د خبرو پېل کېدو سره د دواړو هېوادونو تعلقات بيرته بحال شي .

سرتاج عزيز په کراچۍ کې مطبوعاتو سره د خبرو په مهال د افغانستان او پاکستان د تعلقاتو په اړه ووئيل ، دا خبره ټيک ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت راتلو سره د دواړو هېوادونو اړيکې ښې شوې وې ، خو په ورستيو کې تعلقات بيا خراب شو ، نوموړي ووئيل د دې غټه وجه د افغانستان دننه د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دي .

" د دې غټه وجه دا ده چې هلته دننه کومه خانه جنګي او تُندلاريتوب دی د هغې رفتار تيز شوی دی د افغانستان په ملي امنيتي ځواکونو قاتلانه حملې کيږي ناقراري ده او په ورستيو کې په کابل کې يوه زوروره چاؤدنه وشوه چې ډېر کسان پکې وژل او ژوبل شو، نو د هغې نه پس هلته دا غبرګون ولاړ شو چې پاکستان خبرې شورو کړې خو بدامني کمه نه شوه " .

سرتاج عزيز ووئيل مونږ ضرور غوښتل چې د افغان طالبانو او حکومت ترمينځ خبرې وشي ، خو نوموړی وايي د خبرو د پېل کېدو سره تُندلاريتوب او بدامني نه ختميږي ، څو پورې چې روغه جوړه نه وي شوي .

نوموړي ووئيل مونږ بيا هڅې کوؤ چې د سولې د خبرو عمل بيرته بحال شي ، او په افغانستان کې د ملاعمر د مړيني نه پس هم د طالبانو مشران بدليږي . نو ځکه د هغه په وينا مونږ هيله لرو چې څنګه بيرته د روغې جوړې خبرې بحال شي په افغانستان کې به د امنيت وضع او د پاکستان سره اړيکې هم ښې شي .

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم وئيلي ؤ افغانستان سره د پاکستان د وينې تاريخي رشته ده او د افغانستان په بدامنۍ يې اندېښنه څرګنده کړې وه .

د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د پاکستان په کورب توب په لمړي ځل د افغان طالبانو او حکومت ترمينځ خبرې شوې او په دويم ځل بيا په پاکستان کې د خبرو دپاره نېټه ټاکل شوې وه خو د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې نه پس د خبرو عمل بيا د طالبانو لخوا وځنډول شو .

د هغې وروستو په افغانستان کې د بدامنۍ پېښې او ترهګر بريدونه زيات شوي او د افغانستان حکومت او استخباراتي ادارې بيا په پاکستان د دغو بريدونو د ملاتړ تورونه لګولي ؤ او د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې وې ، پاکستان وروستو د افغانستان لخوا د لګېدلي تورونو رد کړی ؤ .

سرتاج عزيز په کراچۍ کې مطبوعاتو سره د خبرو نه وړاندې په يو شخصي پوهنتون کې دستورې په وينا کې ووئيل د ضرب عضب اپريشن د ۹۰فيصده نه زيات اهداف حاصل کړی شوي ، او په وزيرستان کې د ترهګرو نيټ ورک تباه کړی شوی دی .

نوموړي زياته کړه د هند د نوي حکومت په وخت کې پاکستان سره په پوله د اوربند په خلاف ورزۍ کې زياتوالی راغلی دی . هند په پاکستان کې لاس وهنه کوي او پاکستان په دغې اړه کافي ثبوتونه لري او ملګرو ملتونو ته به يې وړاندې کوي .

په عېن حال کې د پاکستان او هند د سرحدي ځواکونو ترمينځ په پوله د اوربند په اړه خبرې شوي اوراپورونه وايي پاکستان او هند په پوله د امن په ځايې کولو او اوربند د خلاف ورزۍ په ګډه د پلټنو کولو په خبره اتفاق کړی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG