لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا به د شام ۱۰زره وطن پرېښودونکو ته پناه ورکوي


د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي ، صدر باراک اوباما چارواکو ته امر کړی چې په ملک کې د پناه غوښتونکو د داخلې دپاره تيارۍ مکملې کړي .
د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي ، صدر باراک اوباما چارواکو ته امر کړی چې په ملک کې د پناه غوښتونکو د داخلې دپاره تيارۍ مکملې کړي .

امريکې د زيارت په ورځ اعلان کړی چې راتلونکې کال کې به د شام وطن پرېښودونکو لږ تر لږه ۱۰زره کسانو ته په خپل ملک کې پناه ورکوي ، او په شام کې د تشدد د پېښې نه د بچ وتونکو سره په مرستو کې به اضافه کولی شي .

د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي ، صدر باراک اوباما چارواکو ته امر کړی چې په ملک کې د پناه غوښتونکو د داخلې دپاره تيارۍ مکملې کړي .

ارنسټ ووئيل دا نوی ګام پورته کول يو مهم پرمختګ څرګندوي . امريکا هر کال ۷۰زره پناه غوښتونکي قبلوي .

هغه ووئيل ملک ته د داخلېدونکو به په سختۍ سره لټون کولی شي ، او دا خبره به يقيني جوړولی شي چې د امريکې قامي سلامتۍ ته کومه خطره راپېښه نه شي .

د امريکې د استخباراتي مشر جيمس کليپر روانه اوونۍ وئيلي ؤ هغه اندېښمن دی چې په داسې حالاتو کې چې د شخړې نه پناه غوښتونکي د نورو ملکونو سفرونه کوي ، داسې هم کېدی شي چې په دويې کې د داعش ياغيان هم د ننوتلو هڅې اوکړي .

د سپينې ماڼۍ لخوا د شام پناه غوښتونکو په اړه اعلان په داسې مهال مخې ته راغلی چې په زرګونو کډوالو يورپ پله مخه کړې ده ، او د يونان د ميسي ډونيا سره يو ځايې کېدونکې پولې باندې د بارانونو او سېلاب صورت حال جوړ دی .

په داسې مهال په لويه شمېره کې کډوال د شمالي اسټريا د لارې هنګري ته داخيليږي او د هغويې دپاره هلته د ريل يا اورګاډي سروس هم بند کړی شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG