لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رياستي عملداري چيلنج کوونکي به چقولى شي،چوهدري نثار

 اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې دترهه گرو مرکزي مشران وسلو غورځولو ته راضي شوي دي اؤ زياته يې کړه چې هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره وخت پکار دى.

اسلام اباد کې دترهه گرۍ دمخنيوي په قومي تگلاره دعمل درامد لړ دجاج اخستو لپاره داپيکس کميټۍ دغونډې څخه وروستو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اعلان کړى چې څوک حکومتي عملداري چيلنج کوي هغوي به چقولى شي.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې دترهه گرو مرکزي مشران وسلو غورځولو ته راضي شوي دي اؤ زياته يې کړه چې هيواد څخه دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره وخت پکار دى.

دکورنو چارو وزير دبيلا بيلو غيرحکومتي ډلو( اين جي او گانو) ديو شان نظام لاندې راوستو په ضرورت زور راوړو اؤ وې وئيل چې هيواد کې په زرگونو اين جي او گانې کار کوي خو په دې اړه معلومات نشته چې څوک څه کوي اؤ هغوي ته پيسې څنگه ورکولى شي.

چوهدري نثار وويل حکومت په پشپړه توگه په اين جي او گانو بنديزونه لگول نۀ بلکې ورته اسانتيا ورکول غواړي.

راپورونه وائي نننۍ غونډه کې وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې ( نيشنل ايکشن پلان ) دټولو برخو په عمل درامد زور راوړى.

وزيراعظم وويل چې دترهه گرو اؤ بدعنوانه عناصرو په ضد به دهلو ځلو تُندولو لپاره ټولو رياستي ادارو ته متفق کيدل وي.

نواز شريف وويل دايکشن پلان کاميابۍ لپاره لاسونه يو کول دهغوي ټولو شريکه ذمه واري ده.

دغه غونډه کې گورنرانو، اعلي وزيرانو، دپاکستان دانتظام لاندې دکشمير وزيراعظم عبدالمجيد، دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، داستخباراتي ادارو مشرانو اؤ دنادرا چئيرمين برخه اخستې ده.

نوازشريف وئيلي دي دنيشنل ايکشن پلان په ځينو برخو هاغه شان عمل درامد نۀ کيږي لکه څنگه چې پکار ؤ.

هغه وويل دکومې يوې صوبې خبره نۀ کوي بلکې دهيواد ټولو برخو کې دترهه گرۍ دمخنيوي په تگلاره دعمل درامد ضرورت دى اؤ دغونډې په برخه والو يې غږ وکړو چې که چرې په تگلاره دعمل درامد لړ کې څه رقم ستونزې وي نو بايد په ښکاره خبره وکړل شي ترڅو يې کوم مناسب هوارى راوويستل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG