لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : په هوائي اډه بريد کې ٥٦ پوځيان وژل شوي دي


 ٤٠ پوځيان بندي کړى شوي اؤ نور په لسګونو پوځيان بې درکه دي.
٤٠ پوځيان بندي کړى شوي اؤ نور په لسګونو پوځيان بې درکه دي.

دالقاعده ياغيانو دشام په ادلب صوبه کې په يوه دفاعي پوځي اډه حمله کړې چې پکې ٥٦ پوځيان وژل شوي دي.

برطانيه کې دقائمې بشري حقونو دڅارونکې ډلې ترمخه دغه پوځيان هاغه وخت ووژل شول کله چې دشام په شمال لويديزه صوبه کې په موقعيت لرونکي ابو الزبير ائيربيس دقبضې هڅه روانه وه يا ددې څخه وروستو دغه پيښه رامينځته شوې ده.

ددغه ډلې وينا ده چې ٤٠ پوځيان بندي کړى شوي اؤ نور په لسګونو پوځيان بې درکه دي.

دمئ څخه تر دې مهاله شمال لويديز شام کې ياغي ډلو زيات پرمختګ کړى اؤ په يو شمير مهمو سيمو يې قبضه کړې ده.

شام کې خواؤشا دپينځوؤ کلونو دخانه جنګۍ نتيجه کې تر دې مهاله 250000 کسان وژل شوي اؤ د٤٠ؤ لکو څخه زيات پخپل هيواد پريښودو مجبور شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG